ابو محمد حنفي Junior Member
Posts : 5 Points - امتياز : 11 Thanked - ووټ : 0 Join date : 2010-07-26
| Subject: مسلمان اوافغان محدثين Fri Aug 06, 2010 9:33 am | |
| السلام عليکم لکه څرنګه چي افغانستان دجنګياليوکوردی اودامپراطوريودهديرې په نوم يادېږي له دې سره سره دعلم يوه ځانګوهم ده که څه هم په اوس وخت کي په علمي ډګر کي ډېري ځلانده څېرې نه لري خوپه ماضي کي يې دمحدثينوپه کتارکي ځلېدونکی ستوری ،دامام بخاري رحمه الله اوامام مسلم رحمه الله استادقتيبه بن سعيد، دجرح اوتعديل امام محدث ابن حبان اودمحدثينوپه کاروان کي مشهورمحدث ابوداؤد په څېرسترسترمحدثين اوعلمي څېرې درلودې چي هريوه يې هم پخوااوهم اوس په علمي کړيوکي خوراغښتلی رول لري . ډېری وخت خوچي دجرحې اوتعديل امامان ديوه سړي په اړه پرېکړه کوي دابن حبان ويناپرې نقلوي ، دقتيه بن سعيدبغلاني پېژندنې ته خواړتيانه شته اوامام ابوداوودخوهغه سړی دی چي ابوداؤدکتاب يې په صحاح سته ووکي خورالوړمقام لري . اوس مهال چي مسلمانان په کوم حال کي دي ټولوته څرګنددی دهغوئ ټولوپرفکر بس دپرديواغېزسپوردی اوپاچاهي پرې کوي که تاريخ وي هم نامسلمان پکي ستايل کېږي ، که سائنس وي هم ، که يوبل څه وي هم حال داچي دتاريخ په ډګرکي مسلمانانودابن خلدون په څېرسپوږمۍ لري چي اروپايان يې اوس هم له مقدمه ابن خلدون څخه ګټه اخلي نوموږچي په يوه داسي حساس وخت کي قرارلرواودکفرتر فکري اوکولتوري يرغل لاندي يوضروري ده چي دخپلواسلافوپرپله پل کښېږدو څومودحق لاره نصيب شي له دې کبله مي وغوښتل چي دلته هغه مسلمانۍ اوافغانۍ څېرې مطرح کړم چي په علم حديث کي يې ونډه اخيستې اوپه دې لارکي يې تکليفونه ګاللي دي البته ماپه خپله دې اړه څه نه دي راوړي خوزه يې له تاسو غواړم چي که له چاسره په دې اړه معلومات وي له موږسره دي شريک کړي چي هم موږترې ګټه واخلواوهم نورترې مستفيدشي .زه نن په لومړي ځل دقتيبه بن سعيد بغلاني رحمه الله پرژوندليک پېښ شوم چي که چانه وي لیدلی هغه يې له دې لاندي پيوندڅخه لوستلای شي : http://eslahonline.net/8706 يوځل بياهم له تاسودرنولوستونکوهيله کوم چي که څوک دمسلمانواوافغانو محدثينوپه اړه کوم معلومات لري اويايې لنډژوندليک ورسره وي له موږسره دي هم شريک کړي البته ضروري نه ده چي خاص افغاني وي بلکي ټول مومنان سره وروڼه دي خوترډېره بايدهڅه وشي چي په پښتوژبه وړاندي شي څوترې هرلوستونکی که څه هم يوازي په پښتوپوهېږي ګټه ترې واخلي . | |
|
red_eyes Graphic Designer
Posts : 119 Points - امتياز : 214 Thanked - ووټ : 7 Join date : 2010-02-13
| Subject: Re: مسلمان اوافغان محدثين Sat Aug 07, 2010 11:00 pm | |
| | |
|
asif V.I.P Member
Posts : 53 Points - امتياز : 560 Thanked - ووټ : 5 Birthday : 1989-04-01 Join date : 2010-08-28 Age : 35 Location : PESHAWAR Job/hobbies : study
| Subject: Re: مسلمان اوافغان محدثين Thu Sep 02, 2010 9:36 pm | |
| dear gggggggggggggggggggggggggr8 gr8 sharing da yo dir ahem malomati thread day stana yo jihan manena wrora | |
|
shah khan Senior Member
Posts : 124 Points - امتياز : 612 Thanked - ووټ : 9 Join date : 2010-01-23
| Subject: Re: مسلمان اوافغان محدثين Sat Sep 04, 2010 11:07 pm | |
| really nice info deramanan | |
|
Sponsored content
| Subject: Re: مسلمان اوافغان محدثين | |
| |
|