shazia_rafiqi Senior Member
Posts : 272 Points - امتياز : 599 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-01-24
| Subject: ولـــــــــــــې Sat Sep 04, 2010 11:17 pm | |
| سلامونه او ښې چارې
افغانستان یو د هغو هیوادو دی چې په دودیزو او مذهبي جهالتونو کې بند پاتې دی . داسې ډیر دود او دستورونه شته چې په دې یویشتمه پېړۍ کې سړی ورباندې شرمېږي او یا چې د یویشتمې پېړۍ د تهذیب سره برابر ندي . زه به دلته تاسي ته د ځنې دود او دستورونه اشاره وکړم چې زما په اند ماقبل التاریخي برېښي . خو زما د پاره مهمه ده چې د خپلو نورو پښتنو ورونو په اندوواند هم پوهـ شم .
۱ ـ د يو نارينه د ژوند قيمت سل اوښه او يا دوه سوا غويي دي، خو د يوې ښځې د ژوند قيمت پنځوس اوښه او يا سل غويي دي . دا ولې؟؟
۲ ـ د دوو ښځو د شهادت ارزښت برابر دی د يوه نارينه د شهادت سره . دا ولې ؟؟
۳ ـ لور ته د ورور په نيمايي برخه ميراث رسېږي . دا ولې ؟؟
۴ ـ يو پلار حق لري چې د خپلې لور نکاح وتړي ، بې له دې چې لور يې پرې خبره وي . دا ولې ؟؟
۵ ـ يو مېړه حق لري چې خپله ښځه طلاقه کړي بې له دې چې ښځه يې پرې خبره وي . دا ولې ؟؟
۶ ـ يو نارينه حق لري چې څلور ښځې وکړي . خو يوه ښځه، يو مېړه بايد د درېوو نورو ښځو سره ووېشي . دا ولې ؟؟
۷ ـ يوه ښځه بايد هلته ژوند وکړي ، کوم ځای کې چې مېړه يې غوره ګڼي . دا ولې ؟؟
۸ ـ يوه ښځه اجازه نلري چې د مېړه د اجازې پرته ، ښوونځي يا پوهنتون ته لاړه شي يا سفر ته لاړه شي او يا د کوره بهر ووځي . دا ولې ؟؟
۹ ـ يوه ښځه پس له دې چې مېړه يې طلاقه کړه ،مجبوره ده چې خپل اولادونه مېړه ته پرېږدي او تر مرګه د هغوۍ د ليدلو اجازه نلري . دا ولې ؟؟
۱۰ ـ که د يوې ښځې مېړه مړ شي ، ښځه مجبوره ده چې خپل اولادونه د خپل د مېړه کورنۍ ته تسليم کړي او يا د خپل د مېړه ورور سره واده وکړي . دا ولې؟؟
۱۱ ـ يوه ښځه د لامبو وهلو ، تير او کمان بازي او اسپ سوارۍ اجازه نلري . دا ولې ؟؟
۱۲ ـ يوه ښځه د ازان ورکوولو اجازه نلري . دا ولې ؟؟
۱۳ ـ يوه ښځه اجازه نلري چې خليفه او يا والي او يا رهنما واوسي . دا ولې ؟؟
۱۴ ـ يوه ښځه د جومې په لماځه کې د ګډون حق نلري . دا ولې ؟؟
ايا ښځې هم بنې ادم بلل کېږي چې هیله او ارزو يا ارمان او هوس لري ، او يا داده چې ښځه د دې له پاره پيدا شوې چې د نارينو خدمت وکړي او په خپله د هر ډول خواهش او هوس نه محرومه ده ؟؟
ايا ښځې هم د دې حق لري چې د خپل ژوند په هکله په خپله تصميم ونيسي او يا داده چې ښځه د دې له پاره پيدا شوې چې نارينو ته ځامن پيدا کړي تر څو چې د نارينه نام او نشان له منځه ولاړ نشي ؟؟
ايا ښځه هم انسانه ده او يا دا چې يو څو کيلو غوښې او اډوکي ده؟؟
ښه او بد دودونه په هره ټولنه کې شته او زما په شخصي اند دغه پورتني دودونه چې زمونږ په ټولنه کې لا مروج دي ، د ښځو په حق کې عدالت راته نښکاري . تاسي او درنې خويندې ( البته که کوم يوه وي په دې فوروم کې ) په کوم اند ياست او په دې هکله څه سوچ کوئ ؟؟
په درناوۍ او درنښت | |
|