انګرېز يو ډير پلټونکی يا کنجکاو ولس دی . کله چې عثماني امپراتورۍ منځته راغله او د اسيا او اروپا تر منځ د راکړې ـ درکړې لارې د عثمانيانو تر
حاکميت راغلې ، ډيرو اروپايي هيوادونو کوښښ وکړ چې د سمندر له لارې خپلې اقتصادي اړيکې د پاتې نړۍ سره وساتي . له دې کبله دوۍ مجبور وو چې د کېږدۍ يا کښتۍ جوړولو صنعت ته پراختيا ورکړي او لوی ـ لوی بندرونه او کېږدۍ ګانې جوړې کړي . په دې برخه کې پرتګاليان ، هسپانويان او انګرېزان ډير پرمختللي شول . د بېلګۍ په توګه ؛کرستوف کولمب د دې د پاره چې هندوستان ته يوه سمندري لاره پيدا کړي ، امريکا يې کشفه کړه .
همداسې انګرېزانو هم چې په يوه جزيرې کې ژوند کولو د دې د پاره چې د اروپا ، اسيا او افريقا د وچې سره راکړه ـ درکړه ولري د کېږدۍ جوړولو صنعت ته يې په پراخه پيمانه پاملرنه وکړه او له دې له برکته دوۍ وشو کولی چې په امريکا ، افريقا او اسيا کې ځانته مستعمرې جوړې کړي او د انتراکتيکا او استراليا قارې کشفې کړي .
په کومو ځايونو کې چې د بومي خلګو دفاعي سيستم يا تخنيک د انګرېزانو په پرتله ډير ټيټ وو ، هلته انکرېزانو د زور نه د کار اخستلو له لارې خپل حاکميت او ژبه ټينګه کړله . خو په هغه ځايونو کې چې انګرېزانو يواځې د زور له لارې نشو کولی چې خپل حاکميت تحکيم کړي ، د تفرقه واچوه او حکومت کوه ، له سياست نه يې کار اخستلو .
کله چې عثماني امپراتوۍ ماته شوله ، نو انګرېزانو کردستان يې په درې برخو ووېشه . ځکه انګرېزان پوهېدل چې که کردان د کردي مرکزيت لاندې پاتې شي ، د انګرېزو د ګټو په وړاندې به په سيمه کې يو ګواښ جوړ شي .
همداسې هغه وخت چې انګرېزانو خپلې پښې په ختيځ هندوستان کې ټينګې کړې وې ، د پښتنو له خوا د جرګو او مرکو له لارې ځنې غورځنګونه او دولتونه منځته راغلل . انګرېزان پوهېدل چې پښتون په خپلواکۍ مين قوم دی ، د دوۍ قومي مشران ډير مستعد او هوښيار خلګ دي چې د درې ـ څلورو ژبو تر څنګ په فلسفه ، شاعرۍ او نظامي برخو کې هم ډير مالومات لري او دوۍ د خپلو پرابلمونو د حلولو د پاره جرګې جوړه وي ، په ازادنه ډول په خپلو پرابلمونو خبرې ـ اترې کوي او تصميمونه نيسي .
خلص دا چې انګرېزان پوهېدل چې په پښتون باندې څوګ په اسانه حکومت نشي کولی . ځکه خو دوۍ د تفرقه واچوه او حکومت کوه له سياست نه په کار اخستلو سره وتوانېدل چې د هندوستان ، افغانستان او ايران تر منځ داسې سرحدونه جوړ کړي چې دغه درې هيوادونه به د تل له پاره يو له بله سره سرحدي شخړې ولري .
له بلې خوا کله چې روسيې او فرانسې تصميم ونيولو چې په ګډه سره هندوستان ونيسي او د هند سمندر ته لاره پيدا کړي ، نو انګرېزانو د دې د پاره چې وشي کولی د روسانو مخه د هندوستان او د هند سمندر خواته ونيسي ، افغانستان باندې څو واره يرغلونه وکړل ، تر څو چې د افغانستان هغه سيمې چې د هند سمندر ته نږدې وې ، خپل حاکميت لاندې راولي .
څنګه چې انګرېزان پوهېدل چې افغانان به د له لاسه وتليو سيمو په بېرته اخستلو کې ارام پاتې نشي، او له بلې خوا له دې د پاره چې د روس او برتانوي هند تر منځ يو حايل سيمه منځته راشي ، دوۍ د افغانستان دولت سره د ديورنډ د کرښې په لاسليکولو د افغانستان دولت په رسميت وپېژندلو . دوۍ يقوب خان ته وويل چې يا همدغه افغانستان ( چې پښتني سيمې سره بېلې شوې وې) چې پاتې دی ورباندې شکر وکړئ او يا دا ده چې مونږه به ټول افغانستان د خپل حاکميت لاندې راولو. او همدا وو چې د افغانستان امير مجبور شولو چې د خپل شخصي ګتو د پاره د ديورنډ معاهده لاسکيک کړي .
انګرېزانو غوښتل چې له يوې خوا د پښتون قوم کمزوری او کنترول کړي او هند خواته د روسانو د رتللو لاره کې خنډونه جوړ کړي .
نو دلته د افغانستان د دولتونو دريځ د ديورنډ لاين په وړاندې دا دی چې دوۍ دغه مهاهده د انګرېزو سره لاسليک کړې ، نه د پاکستان سره . نو کله چې پاکستان منځته راتللو د افغانستان د دولت دريځ په هغه وخت کې دا وو چې يا دې د افغانستان پخوانۍ خاوره بېرته ورته ورکړل شي او يا دا چې پښتنو ته دې د يو خپلواګ هيواد د جوړولو چانس ورکړ شي . چې دا کار ونشو او د افغانستان او پاکستان اړيکې تر نن ورځ همداسې ساړه پاتې دي .
خو دا خبرې چې د ديورنډ معاهده د سلو کالو د پاره وه او يا نه ، داسې سل په سلو کې مالومه نده . په دې برخه کې بايد په دقيق ډول څېړنې وشي ، تر څو د دغې سيمې سرنوشت مالوم شي .
دا چې نن ورځ د افغانستان دولت د ديورنډ لاين په رسميت نپېژني خو کله چې په دې هکله خبرې پيل شي ، خبره بلې خواته تېروي دوه علته لري . يو دا چې افغانستان د دې توان نلري چې د پاکستان سره په نظامي ، سياسي او اقتصادي برخو کې سيالي وکړي ، ځکه چې دا دېرش کاله جګړې د افغانستان حالت خراب کړی دی . بل دا د افغانستان نننی دولت په خپله د انګرېزانو يو ګوډاګی دولت دی چې په دې سيمه کې د انګرېزو پرته دوه ورځې ژوند هم نشي کولی ، نو دوۍ مجبور دي چې د انګرېزانو تصميم ته صبر وکړي چې د انګرېز دريځ د ديورنډ کرښې په هکله څه وي ؟؟
خلص دا چې د ديورنډ لاين يو تپل شوی لاين دی نه يو طبعي لاين . او د دې لاین لمنځه وړل د ټولو پښتنو په ګټه دی.
تاسي څه اندوواند لرئ چې د دیورنډ کرښې په وړاندې پښتانه څه ډول دریځ غوره کړي او کوم دریځ عملي کېدی شي او د کوم یوه د عملي کېدو امکان نشته؟؟؟
په درناوۍ او درنښت
Edit/Delete Message