elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت

Go down 
5 posters
AuthorMessage
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
shazia_rafiqi


Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptySun Sep 05, 2010 4:47 am

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت
رحمان بابا لکه څومره چې په پښتنو کښې وتلی او منلی شخصيت دی هم هغه هومره دژوند پيښې ئې تتې اودتاريخ په تيارو کښې پټې دى داځکه چې دی ديوې غريبې کورنۍ غړی ؤ خوژوند ئې هغه وخت ارزښت وموندو چې دۀ دخپل شعر په قوت دپښتنو زړونه اود دوى سيمه تسخير کړل دټولو پام ئې ځان ته ورواړولو امادا داسې وخت ؤ چې ددۀ دژوند ډيرڅه هير شوى وو د همدې هانداوهڅې په اساس مونږ په دې ليکنه کښې درحمان بابا دخپلې وينا په رڼاکښې ددۀ د ژوند يوه برخه څيړو اوپه خپلوانو، اولاد اومالى وضعه ئې لنډې خبرې کوو .
درحمان باباشاعر دی .
نه شى دخانانو دملنګانو سره کــــــــــلى
چرته عزيزخان چرته ملنګ عبدالرحمان
له دې شعر نه خلقوافسانې جوړې کړې چاعزيزخان ددۀ ورور ګنلی چائې نزدې تربور بللی اوځنې بياوائى چې عزيزخان دی بندى کړی ؤ اوڅه څه ........ خوله شعرنه تردې زيات صراحت لاس ته نۀ راځى چې عزيزخان اورحمان بابا ديوکلى وو هغه دکلى خان اودی ملنګ سړی ؤ اوپه دې شعر کښې رحمان بابا دخپلې استغناله مخې اعلان کړی چې دی دخانانو فرمانبردار نۀ دی . درحمان باباله نورو شعرونو نه داڅرګنديږى چې ددۀ دخپلوانو سلسله پراخه وه ديوکور په ځائې په کورونو کښې اوسيدل اودۀ له ټولو سره راشه درشه درلوده په درد ئې دردمن اوپه خوږو ئې خوږمن ؤ وائى.
په هر کورکښې رنځوران راته پراتۀ دى
لاس مـــــــــــــــــې نه رسى دهيچا په دوا
درحمان بابا دوادۀ کولوپه باب داشعرونه پوره صراحت لرى .
په مجنون باندې قلم راغلی نۀ دی
که حلال ئې په مخ ورشى که حرام
حلال عشق دی په رحمان باندې راغلی
په حلالو کښې مــــــــــــــدام وى احترام
درحمان بابا داشعرونه دداسې وخت دى چې ددۀ مينه بريالۍ شوې اوشرعى وادۀ ئې کړی دی تردې وروسته نوبيا داولاد په غوښتنه کښې دا شرطونه ږدى .
خدائې له هسې رنګ زوزاده امان راکړه
چـــــــــې بې دين، بې ديانت شى بې نماز

يووخت ئې چې اولادموندلی وروڼو او خپلوان ئې مطالعه کړى نو دخپلې مطالعې نتيجه ئې په خپل يوشعر کښې داسې ځائې کړې ده.
که مې ورور که مې عزيز که مې فرزند دی
واړه غـــــــــــــــــــــــواړى خپله خپله مدعا


درحمان بابا دديوان په داخلى شهادت سربيره ځنې محقيقين همددۀ داولاد په باب روايتونه لرى له دوىنه يو هم انګليسى ختيز يو ميجر راورټى دی اووائى چې درحمان دلور له طرفه دهغه اولاد اوس هم دمومندو په بهادرکلى کښې اوسى خودهغه ديکى يوزوې اولاده ډير موده وشوه چې ختمه ده. درحمان بابا دنورو خپلوانو په سلسله کښې حميدګل، نومې شاعر فرانسوى مستشرق ډار مستتر ددۀ خورئی بللی او دپښتونخوا دشعر په هاروبهار کښې ئې ددۀ يوغزل راخستی دی . درحمان بابا دمالى وضعې په باب هم ددۀ په خپل ديوان کښې داخلى شهادتونه شته دی په خپلوشعرونو کښې له نادارۍ اوتش لاسۍ څخه سرټکوى دناروغانو د درمل پيسې نه لرى اوددرهم اودينار مالک نۀ دی .
په هرکور کښې رنځوران راته پراتۀ دى
لاس مـــــــــــــــې نه رسى دهيچا په دوا
ددنيا خــــــــــــــــــبرې واړه په دنيا شى
مابه څـــــــــــــه کاڅوک چې نه لرم دنيا
څـــــــــــوک دې راکاندى قسم په کردګار
که درهـــــــــــــم لرم په کورکښې يادينار

خوبياهم څرنګه چې چاته ئې لاس اوږد نۀ ؤ ګوزاره ئې کيدله اوځائې په ځائې خواړۀ ورسيدل نوځکه خلقو فکر کوو چې دنيادار دی .
زۀ درهــــــم اودينار نه لرم په کورکښې
ولې نورعــــــــالم مې بولى دنيـــــــــــا دار
هم په دا چــــــــــې نه لۀ ځايه چرته خوځم
نه دهيڅ يوه مخلوق يــــــــم منت بــــــار
نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پــــــورته
خـــــــــــــــبر نه يم په يمن اوپــــــــه يسار
اب وخور لکه اسيا په ځائــــــــــې رارسى
په خپل کور کښې مې سکون دی هم رفتار

درحمان بابا دوينا په رڼاکښې دااټکل کولی شو چې رحمان بابا هم لکه دنورو کليوالو پښتنو غوندې دومره زمکه درلوده چې دهغې په حاصل ئې ګزاره کيدله .خومحصولات ئې دومره کيدل چې خرڅ کړى ئې دى اوپيسې ئې ټولې کړې وې ددۀ دزمکې درلودل دهغې قيصدې په ترڅ کښې چې .
هرچې کښت ئې په باران اوپه سيلاب وى
دهغــــــــــــــــــوعمر به واړه په عذاب وى

په مطلع پيل شوىڅرګنديږى دپښتنو په کلى وال ژوندکښې لاتراوسه هم داجناسو تبادلې ترډيره حده دپيسو درلودلو ضرورت تر سره کړی نوځکه هغه وخت هم د درهم اودينار نه درلودل دمفلسۍ اوغريبۍ نخښه نه وه مونږ ته درحمان بابا ويناداهم راښائى چې دی که دنيادار وو اوکنه؟ خوداسې لوړهمت ئې درلود چې ددنيا ترلاسه کولو لپاره ئې دزرداروڅنګ ته نه پريښود اوپه ډير جرات ئې په زردارۍ اوزردارو دويناګزارونه کول اوشعار ئې ورکوو چې
ادميت څه په دولت نه دی رحمـــــــــانه
بت که روغ دی دسروزرو نه انسان شه
Back to top Go down
aryaankhan
Senior Member
Senior Member
aryaankhan


Posts : 91
Points - امتياز : 206
Thanked - ووټ : 5
Join date : 2010-07-04

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptySun Sep 05, 2010 5:50 am

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 15097 درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 674490 deer khaaa
Back to top Go down
Admin
Admin & Managment
Admin & Managment
Admin


Male Capricorn Posts : 389
Points - امتياز : 1418
Thanked - ووټ : 43
Birthday : 1989-01-01
Join date : 2010-01-22
Age : 35
Location : Land of Technology
Job/hobbies : علم

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptyMon Sep 06, 2010 2:45 am

deer kha nice
Back to top Go down
https://elmoirfan.forumotion.com
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
shazia_rafiqi


Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptyMon Sep 06, 2010 2:52 am

Admin Sb درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 576960
Back to top Go down
chandani
Senior Member
Senior Member
chandani


Female Posts : 93
Points - امتياز : 189
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-02-08
Location : Kabul
Job/hobbies : Talim Ul Quran and Internet

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptyMon Sep 06, 2010 3:44 am

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 488879 Great very nice Shazia درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 488879
Back to top Go down
red_eyes
Graphic Designer
Graphic Designer
red_eyes


Posts : 119
Points - امتياز : 214
Thanked - ووټ : 7
Join date : 2010-02-13

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت EmptyMon Sep 06, 2010 3:48 am

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت 368347 nice i am reading good
Back to top Go down
Sponsored content





درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty
PostSubject: Re: درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت   درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت Empty

Back to top Go down
 
درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» **درحمان بابا دېوان **
» د رحمان بابا غزل
» صندوق والا بابا
» د رحمان بابا دیوان
» د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto پـــــــښــتــو پښتون ، پښتونخوا او پښتونستان-
Jump to: