elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 کاغذاوقلم

Go down 
AuthorMessage
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
shazia_rafiqi


Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

کاغذاوقلم Empty
PostSubject: کاغذاوقلم   کاغذاوقلم EmptyThu Oct 21, 2010 5:34 am

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم،قدرمنود يني وروڼودپورتنئ موضوع دانتخاب باعث دادئ چي نن صبادخلګوله فهمو څخه دقلم اوکاغذ ارزښت بېخي غورزېدلي دئ اوزیات خلګ يې په ډېره بې احترامه توګه سره استعمال کوي اوپه دې باره کي عالي قدرورورسراج الدين کليوال هم له ما څخه په ډېرتاکیدسره دیوه اسلامي اوشرعي تحقیق غوښتنه وکړه ،،نوځکه مي داموضوع وڅېرله،

ګرانووروڼوکاغذاوقلم له يوه پلوه له سترواسلامي مقدساتوڅخه دئ اوله بله طرفه دانسانانواجتماعي اوانفرادي سياسي اواقتصادي ټول معاملات اوضوابط اواصول دکاغذاوقلم په برکت سره ساتل کېږي نولهذا وقلم اوکاغذته لکه څرنګه چي بي مثله تقدس اوعظيم منزلت حاصل دئ عقلي اوانساني متفق عليه تقدس اوقدرهم ورته حاصل دئ نوپه د ې وجه ددوئ دواړو احترام دهرانسان دپاره ضروردئ اوبي ځایه اوعبث کارول يې شرعي اوعقلي اوانساني جرم دئ راسئ چي اول دقلم اوکاغذتاريخي اوشرعي اهميت اوعظمت وپېژنوچي شرحه يي داده

،۱،دالهي تخليق شروع اوپیل دالهي قلم اودلوح مجفوظ په تخلیق سره سويدئ هغه لوح محفوظ چي دهغه پرځاي اودهغه په بدل کي زموږدپاره کاغذمقررسويدئ ،۲،دکائناتوټوله فلسفه دقلم په واسطه په لوح محفوظ کي ليکله سوي ده،۳،قلم اول هغه سترالهي مخلوق دئ چي په الهي امراوخطاب اومکالمه سره مشرف سويْ دئ،۴،قلم اول مخلوق دئ کوم چي الهي حکم ئې پرځاي کړَيدۍ دد ې خبرودثبوت دپاره دغه نبوي مبارک حديث ولولۍ( عن عبادة بن صامت قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم

ان اول ما خلق الله القلم فقال له اکتب قال مااکتب قال اکتب القدر فکتب ماکان و ماهوکائن الی الابدـ)

رواه الترمذی وقال هذاحدیث غریب اسنادا

،۵،قلم هغه عظیم الشانه موجوددئ چي دقرآن کريم هغه پنځه آياتونه چي ترنوروټولوقرآني آیاتوله مخه نازل سوي دي کوم چي داقرأ دسورت ړومبني آياتونه دي دقلم اودتعلیم بالقلم ستاینه کوي اودالهي انعاماتواوخدايي قدرت عظیمه نمونه يې ګڼي

العلق

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)

،۶،قلم هغه سترمخلوق دئ چي په ده سره اوله ليکنه الهي قدرت کړيې ده،عن عبدالله بن عمرو قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم (کتب الله مقاديرالخلائق قبل ان يخلق الارض بخمسین الف سنة قال وکان عرشه علی الماء ـ رواه مسلم)،۷،قلم یوله هغوعظيمومخلوقاتودئ چي الله پاک په قرآن پاک کي په هغوئ سره قسم کړَيْ دئ لکه چي فرمايي (ن، والقلم ومایسطرون)
،دقلم اوکاغذپه واسطه کرام کاتبين دانسانانونيک اوبدعملونه ليکی دقلم اوکاغذپه واسطه قرآن اوحديث نبوي ترقیامته پوري محفوظ دي ،نومحترمووروڼودقلم اوکاغذله دونه عظيم شان سره سره چي يوڅوک ددوي دواړواحترام نساتي يابې ځایه خطونه په ليکي يايې په لارواوکوڅوکي بلکه په مرداروځايوکي غورځوي،ډېرداسي ناپوه کشران سته چي په بازاروکي په بیت الخلاؤیاپه حماموکي پرديوال يا پرکاغذباندي خطونه ليکي اوځيني ډېري دبېحيايي خبري هم ليکي چي داشرعا ډيروګناوولره متضمن دئ ،۱،تبذير،اوالله تبذیرکوونکي دشيطانانو وروڼه بللي دي ،ان المبذرین کانوا اخوان الشیاطین،۲،اسراف،۳،دکاغذاوقلم اهانت،۴،عبث وخت ضائع کول،۵،دبي حیايي ارتکاب،۶،دخلګوازاروغیره نوهرمسلمان بچَيْ بایدله داسي سختوشرعی اوانسانی جرمونواوګناووڅخه منع وکړي اودقلماوکاغذ قدروپېژني اوعظيم احترام ئې وکوي،والسلام ومن الله التوفیق
Back to top Go down
 
کاغذاوقلم
Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto پـــــــښــتــو پښتون ، پښتونخوا او پښتونستان-
Jump to: