elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.

Go down 
AuthorMessage
shah khan
Senior Member
Senior Member
shah khan


Posts : 124
Points - امتياز : 612
Thanked - ووټ : 9
Join date : 2010-01-23

د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ. Empty
PostSubject: د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.   د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ. EmptyTue Jan 26, 2010 5:31 am

د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.
د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.
ډاکټر سرلوڅ مرادزئ

په ټول افغان سایټ کې د ښاغلي عبدالهادي حیران دې خبر « پنجشنبې په ورځ سهار وختي نژدې پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سيمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د پښتو د صوفي او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان بابا قبر ويجاړ شو. » نه یوازې زه پخپلو ټولو حواسو ولړزولم بلکې پوخ باور لرم چې په دې خبر به د هر پښتون د زړه ولې او ریښې همداسې لړزېدلي وي !
رحمان بابا د هر پښتون د زړه د کور شاعر دئ . په پښتنو کې به هیڅ داسې کور نه وي چې د رحمان بابا د شعرونو دیوان دې په کې نه وي . د رحمان بابا شعرونه پښتانه لکه متلونه پخپل ورځني ژوند کې کاروي .
د رحمان بابا د شعر د هسکتوب په اړه مونټ ستورات الفنستون انګریزي لیکوال او تاریخپوه د کابل د سلطنت په بیان نومي کتاب کې لیکي : « رحمان د پښتو خورا نامتو او وتلئ شاعر دئ چې شعرونه يي د قصیدو په چوکاټ کې لکه د فارسې د قصیدو غوندې ویل شوي دي . په هغو قصیدو کې چې ما ته بیان شوي دي ، ما په کې څه کمي نه دئ لېدلې او کوم شهرت چې د هغه په دې برخه کې نصیب شوئ ، نه شي ویل کېدلئ چې دئ يي مستحق نه دئ . خو د فارسي ډېرې قصیدې داسې دي چې یوه بل ته نه ده ورته ، په دې کې حتي د حافظ ښکلي شعورونه او تعبېرونه داسې په یوه ټولګه کې سره ورک شوي چې له دویمې درجې هم ټيټ ارزښت لري »
د پښتنو یو ستر شاعر پير محمد کاکړ بیا د رحمان بابا په اړه پخپل یو شعر کې داسې وايي :
« جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دئ **** نشته ده غوندې هرګز د انسان شعر »
خو د رحمان بابا همدغه د پښتنو په کور دننه او نړیوال شهرت دئ چې دو ښمن د هغه مزار په نښه کوی .
دا ګوزار د پښتنو پر تاریخ ، د پښتنو پر هویت او د پښتنو په شتون ګوزار دئ !
په دې ګوزار سره دوښمن د پښتنو ژبه ، کلتور ، ادب او روایات ټول په نښه کړي دی !
په دې ګوزار سره دوښمن غواړی دا وښۍ چې په هیڅ شان سره په دې سیمه کې د پښتنو پریښودونکئ نه دئ ! دا ګوزار پښتنو سره د دوښمن د زړه د تل دوښمني ښکاره کوي .
دا چې هره ورځ د ډيورند د تپلې کرښې دواړه غاړو ته په سلګونو پښتانه وژل کیږي . د پښتنو قومي مشران ، سپین ږیري ، ډاکټران ، ښوونکي ، استادان ، انجینران بې پته کیږې ، تښتول کیږي ، وهل کیږي او وژل کیږي . ښوونځي ، پلونه ، سړکونه او د ولسې ښېګڼې نورې ودانۍ مو ویجاړیږي او په بمونو الوځول کیږي . د هېواد د لوڼو پر مخونو مو تیزابونه پاشل کیږي او بې پته کیږي . د پښتنو د سپکاوي او د تاریخ د لوټاوي ډول ډول توطیي او دسیسي پکار اچول کیږي . د ټولو پښتنو یوه ټولوژنه روانه ده ، خو له دې ټولو سره سره د دوښمن زړه لا پر پښتنو یخ نه دئ او اوس يي د نیکونو او باباګانو د مزارونو پر ورانولو او ویجاړولو پسې مټې رابډوهلي دي !
د دوښمن ددغه غلچکي برید څخه داسې ښکاري چې ، د رحمان بابا پر مزار ګوزار به ، زموږ په زیارتونو او د میړنیو پر هدیرو روستئ یرغل نه وي ، کېدلئ شي له دې روسته دوی زموږ د نورو باباګانو ، اتلانو ، غازیانو او شهیدانو مزارونه په نښه کړي .
د رحمان بابا له مزار روسته زه ، د افغانانو د سترټولواک احمدشابابا، میرویس نیکه ، خوشحال بابا ، د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازي امان الله خان ، فخر افغان پاچاخان او ډېرو نورو میړنیو پر مزارونو د ورته بریدونو او یرغلونو څخه اندیښمن یم .
ځکه دا برید ښۍ چې دوښمن موږ پښتنو ته ښه کلک او ټينګ سنګر نېولئ دئ .
که پښتانه اوس هم خپل دوښمن نه پېژني او له دې روسته هم د هرې پېښې پر وړاندې بې توپيره پاتې کیږي ، نو ډېر ژر به د یوه ملت او هېواد به يي د افغانستان او لروبر پښتون په نوم د نړۍ پر مخ ورک شي !
د رحمان بابا پر مزار د دوښمن له برید روسته ، زه لومړئ پر ځان او بیا پر ټولو پښتنو د ارامتیا شپې او ورځې حرامې بولم . ټول باید بېله توپېره ، بېله دې چې څوک څوک وو او دئ ، د پښتون په نوم سره راټول شو .
ووینۍ دوښمن ټول پښتانه بېله دې چې څوک څوک دئ او څه کوي په نښه کړي دي .
دوښمن د پښتنو تاریخ ، ژبه ، کلتور ، هدیره ، باباګان اونیکونه ټول په نښه کړي دي .
دوښمن هوډ نېولئ چې موږ پښتنو څخه هم ماضي اخلي ، هم وسمهال را څخه اخلي او اینده مو هم د یوه ملت او هېواد په بڼه نه پریږدي !
په پای کې ددې څو خبرو عرض کوم :
ـــ افغان دولت او د کوزې پښتونخوا ایالتي حکومت دې په صفا ټکو کې د رحمان بابا پر مزار دا غلچکئ برید وغندئ !
افغان دولت دې د پاکستان پر دولت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لارې زوره واچوي چې د پېښې عاملین څونه چې ژر کېدئ شي پيدا او په وړ سزا ورسوي !
ـــ په لره او بره پښتونخوا کې د ټولو وطنپالو ګوندونو او شخصیتونو څخه تمه کیږي چې دا د تاریخ تباکوونکې پېښه ، د غونډو ، لاریونونو او په رسنیو کې د پراخ تبلیغ له لارې وغندي.
ــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کیږي ، لکه څنګه پخوا چې د رحمان بابا مزار د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوئ و ، اوس هم د هغه په بیا رغاوي کې لاس پکار شي .
ــ زه په پای کې تولو پښتنو ته بیا خپله غوښتنه وړاندې کوم او هغه د پاچاخان دا خبره :
یا به یو کیږو ، که نه ورک کیږو !
ډاکټر سرلوڅ مرادزئ
اخځونه :
د کابل د سلطنت بیان له کتاب څخه ۱۲۱ مخ
د مونټ ستوراټ الفنستون لیکنه
Back to top Go down
 
د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ.
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» د رحمان بابا غزل
» د رحمان بابا دیوان
» په پښتو ادب کې د لر او بر پښتنو د یووالي انعکاس
» دا پښتو د پښتنو سره
» درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto پـــــــښــتــو پښتون ، پښتونخوا او پښتونستان-
Jump to: