elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 مینه او عشق

Go down 
AuthorMessage
aryaankhan
Senior Member
Senior Member
aryaankhan


Posts : 91
Points - امتياز : 206
Thanked - ووټ : 5
Join date : 2010-07-04

مینه او عشق Empty
PostSubject: مینه او عشق   مینه او عشق EmptyWed Oct 27, 2010 4:16 am

مینه او عشق

مینه او عشق ددنیاخلک دمینی په رابطه ډیرڅه ویلی او ډیر څه یی لیکلی دی اوپه مختلیفو کلیمو یی مینه تعریف کړی چه دبيلگی په توگه یو څوتعریفونه مونږ تری راټول کړی .
¯ مینه یوه نوراني کلمه ده چې په نوراني لاس په نوراني پاڼه لیکله کېږي . (جبران خلیل جبران)
¯ مینه دخداي په امر زمونږ روح ته راځي نه د بشریت دغوښتنې له مخې .
¯ مينه لکه دټولو قفلونو کليد دی چی دخوښيو دروازی پرانيزی.
اوليبر وندل هولمس Oliver Wendle Holmes
¯ مينه يو مفکوروی کوشش دی چی درښتينی شی سره واده کوی
گويته Goethe
¯ مينه لکه دجگړی په څير وی چی پيل يی اسان مگر ختم يی گران وی .
¯ مينه یوه کلیمه ده چه په ژوندانه کی له ټولو رنځ ،درد ،اود ستونزو څخه خلاصون او فارغتيا . سوفوکلس Sophocles
¯ مونږ مينه کوو ځکه چی مينه يواځنی رښتينی ماجرا دی .
نيکی گيووانی Nikki Giovanni
¯ مينه هغه هوش او ځيركتيا ده چې مرګ او ژوند دواړه رانغاړي او ور څخه دوه خوبونه چې له ژوندون څخه حيرانوونكي او د مرګ څخه ژور وي مينځ ته راوړي .
مينه هغه فطري كمزورتيا ده چې له لومړني انسان څخه مو په ميراث ګټلې ده .
¯ مينه ، د قبر په آرامتيا كې د جسم سوكالي او د ابديت په تل كې د نفس خونديتوب دی .
¯ مينه زړه په کشش راولی اوپه دننه کی لا پسی زياتيږی. .
مارگريت ولکرMargeriet Welker .
¯ ممکن چی مینه طالع اوخوشبختی وی چی تاسی دهغه په لټه کی ياستی.
Robert Mitchum
¯ مينه آسماني معرفت دی چې زمونږ بصيرت په داسې ډول نوراني كوي چې شيان په هغه ډول وويني چې خدای يې ويني .
¯ مینه یواځنی پوهاوی دی چی د ژوندانه ټولو موجوده نا خوالو ته رغنده ځواب وایی ایرش فرامن Erich fromn خو یو دینی عالم دمینی تعریف په لاندی توگه بیان کړی .

مينه : (Love) د محبوب په لور دزړه ميلان او اوښتلو ته مينه وايی داد زړه عمل دی چی اعضااو نور جوارح پکی داخل نه دی، او هغه واده تر ټولوډ یر گټوراو نیکمرغه وی چی دمینی او محبت په نتیجه کی منځ ته راشی دمینی او محبت کیلی (Key)لیدل اوکتل دی همدالامل دی چی داسلام ستر قدرمن پیغمبر علیه الصلاه والسلام ځوانان دیته هڅولی چی واده په خپله خوښه وکړی . مغیره بن شعبه رضی الله عنه فرمایی: ما یوی ښځی ته دواده و ړاندیځ وکړ رسوالله صلی الله علیه وسلم راته وویل دغه ښځه تاپه خپله لیدلی؟ ما ورته وویل نه هغه راته وویل ورشه او په خپله یی وگوره ښای داستاسی ترمینځ دمینی او محبت لامل شی مگر دغه مینه او محبت، دهغی مینی او محبت سره فرق لری کوم چی په اوسنی زمانه کی په فلمنو او کلپنو او غربی نړی کی .مینځ ته راځی او داخلاقی فساد په لور رهنمایی کیږی.د ښځی او سړی یو بل ته میلان او مینه والی په حقیقت کی هماغه خوند اوشهوت دی چی الله پاک دبشری وگړو لپاره ښایسته کړی .داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی ستاسی له نړی څخه می ښځی او عطر ښه ایسی او لمونځ می دسترگو یخواله دی .که د ښځی او سړی یو بل ته مینه والی نه وای نو نه به دغه ودونه رامینځ ته شوی وای او نه دغه ځیږنده دغه مینه او محبت دناروا اړیکو دټینگولو په خاطر نه دی بلکی ددی لپاره دی چی دواده په لور منتج شی او خپله اینده زندگی په ښه خوشحالی اوارامی سره تیره کړی . رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایی دعاشق او معشوقی درد یوا ځی په نکاح او واده سره دوا کیدلای شی .(رواه ابن ماجه عن عبدالله بن عباس رضی الله عنها)بیا هم مسلمان باید په هغو تگلارو تله ونکړی چه په فحشا سره پای ته رسیږی، لکه له پردی ښځی سره گو ښه کیدل، لاس ورکول، ښکلول، سفر کول اوداسی نور شول .لنډه داچی دزړه پر میلان چی دانسان په واک اوځواک کی نه وی هیڅ کومه مواخذه نشته خو شرط پکی دادی چی دهغو اسبابو اولاملونو مخه ونیسی چی ښځه او سړی دحرامو لورته ورکاږی . دمینی اودوستی په رابطه دپوهانو څوخبری
× مینه هغه وخت کی پیاوړی کیږی چی له خنډنو اوځورلو سره مخامخ شی (رمان رولان)
× په مینه کی وفاداری دوه سببونه لری یو دا چی ورو ورو په خپل د وست کی داسی شیان پیداکوی چی د دوستی وړ دی او بل دا چی پخپله وفاداری ویاړ کوی .
× مینه دهیڅ شی سره نه مقایسه کیږی، ځکه چی هیڅ شی دمینی په شان دقیق او لطیف نه دی .
× د مینی یوه ځانگړتیا داده چی خوږ (درد) یی هم یو قسم خوند لری رښتنی مینان چوپتیا اوبی پروا یی، چی دمینی احساس او خوږ (درد) له منځه وړی، ستره بدمرغی گڼل (ژان ژواک رسو)
× که دانسانانو ترمینځ مینه او دوستی نه وای نو اوس به دځناورو په شان په غرونو کی به تیت پرک پراته وای او دی انسانی ژوند ته به نه وای رسیدلی .
× مینه چی دسترگو به اوښکو ومینځلای شی همیشه به ښکلی او سپیڅلی وی .
× يو له بل سره مينه وكړئ خو مينه تر يو شي پورې مه ځانګړې كوئ بلكه هغه دخپلو
ارواګانو دساحلونو تر مينځ يو څپانده سمندر وبولئ.
× مینه له ناپوهۍ سره نه یوځاي کېږي . (جبران خلیل جبران)
× له مينې پرته ژوندون د بې مېوې ونې په شان دی.
× مينه چې له يوې ښځې سره د يوه نارينه زړه نښلوي له ارادې څخه پورته كار دی .

عشق : (Lover) په مینه او محبت کی افراط او له حد څخه تیروتلوته عشق وای . عشق کله کله په عفت اوسپیځلتیاکی خوندی وی، او کله کله په رزالت کی لوڅ اولنډغر شی .عشق دزړه له اعمالو څخه دی چی انسان پری سلطه نه لری، خودناوړه اسبابو پربنسټ حساب پری کیدلای شی .له عفت سره عشق سپیڅلی مقام لری: امام سیوطی وایی : هغه سړی یا ښځه چی په عشق کی یی عفت او پاکی وی او خپل عشق یی پټ وساته او دمحبوب په ترلاسه کولو کی بریالی نه شو، صبر یی وکړ او په همدی حالت کی ومړ، په اخرت کی به ورته دشهادت مرتبه ورکول کیږی .
× عشق د نېکمرغۍ اود رڼا سرچینه ده .
× عشق د مرګ په څېر هرڅه ته بدلون ورکوي .
× هغه كيميا ګر چېرته دي چې دخپل ځان له عنصرونو څخه يو مقدار لورينه،درناوی،شوق، صبر ،سوز ،حيرت او بخښنه راواخلي بيا يي سره یوځاي كړي تر څو داسي ګوهر ورڅخه جوړشي چې د عشق نوم ورباندې كېښودل شي. (جبران خلیل جبران)
× عشق هغه قیمت بها زیرمه ده چې خداي پاک یې یواځې په هغه لویو زړونو کې چې د امانت ساتنې وړتیا لري ایږدي .


Back to top Go down
 
مینه او عشق
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» ~~```ما مینه ```~~

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto پـــــــښــتــو پښتون ، پښتونخوا او پښتونستان-
Jump to: