Admin Admin & Managment
Posts : 389 Points - امتياز : 1418 Thanked - ووټ : 43 Birthday : 1989-01-01 Join date : 2010-01-22 Age : 35 Location : Land of Technology Job/hobbies : علم
| Subject: په اسلام کي دسلام اچولواهمیت 1 برخه Tue Apr 05, 2011 11:49 pm | |
|
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
نحمده ونصلی علي رسوله الکريم امابعدفاعوذباالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم (و َإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86)النساء ـ صدق الله العلي العظيم
ګرانواومحترمووروڼوکومي خلاوي چي نن صباپه مسلمانانو کي رامنځ ته سويې دي نودهغوئ له جملې څخه يوه غټه اوستره خلاپه باره کی دسلام په مسلمانانوکي جریان لري سره له د ې چي سلام اچول اودسلام جواب ورکول په اسلام کي بې مثاله ارزښت لري سربېره پردې باندي چي سلام اچول داسلام دپیغبربلکه دحضرت آدم عليه السلام ټينګ سنت دۍ اوجواب ورکول يې واجب دۍ اودنبوي هدایت له مخي سلام دمسلمانانوپه منځ کي دميني اوالفت اووحدت سترسبب ګڼل سوَيْ دۍ مسلمانان په اکثري ډول له افراط اوتفريط څخه کاراخلي لکه چي په شرعي کتابوکي راځي چي الجاهل اما مٌفْرِط اومٌفَرِّط،ناپوه سرئ به یاپه کارکي ترحدتېرَيْ کوي اويابه ترحدکمَيْ کوي دسلام په باره کي افراط دادۍ چي سړَيْ په داسي وخت کي و يوچاته سلام وراچوي چي هغه دسلام اچولووخت نه وي بلکه په هغه وخت کي سلام اچول یامکروه تنزيهي اويامکروه تحريمي وي اوتفريط په د ې باره کي دادۍ چي په هغه وخت کي چي سلام سنت اوجواب يې واجب وي ځیني سلام نه اچوي اوځيني دسلام جواب نه ورکوي دې مرض په علماوواوطالبانوکي هم پوره سريان اوحلول کړَيْ دئ،په دوهمه برخه کي به دسلام شرعي اهمیت په مفصل اومستندډول درته راسي ان شاءالله په د ې برخه کي هغه ځايونه درته ذکرکوم کوم چي سلام پکښي ممنوع دۍ،محترمووروڼو
په کومو ځايوکښي چي سلام اچول مکروه تنزيهي يامکروه تحريمي دۍ هغه په لاندي شرحه دي :
اول: پرلمونځ کونکي باندي سلام اچول مکروه دي
دوهم : پرنصيحت کونکي باندي دنصيحت په وخت کښي ـ
دريم :پرهغه چاباندي چي دخداۍ په ذکرمشغول وي ـ
څلورم :پرمدرس باندي په حالت ددرس کي ـ
پنځم : پرخطبه ویونکي باندي په حالت دخطبې کي ـ
شپږم :پرهغه چاباندي چي وخطبې يانصيحت ته يې غوږ نيولئ وي ـ
اوم :پرهغه چاباندی چي علم فقه اودديني علومومسئلې،سبقان تکراروي ـ
اتم : پرقاضي باندي په وخت کي دفيصلې اودقضاکولو ـ
نهم : پراذان کونکي باندي په وخت کي داذان ـ
لسم : پر پردئ ځوانې ښځي باندي ـ
يولسم : په شطرنج، قطاروغیره بازیو مشغول چاباندي ـ
دوولسم: پرکافرباندی –
ديارلسم : پرمکشوف العورته باندي ـ
څوارلسم :پر خورک کونکو باندي ـ
پنځلسم : پرکوترباز باندي يعني پرهغه چاباندي چي شغل يې دکوتروپه هواکول وي ـ
شپاړسم : ًپرمغني ،سرودکوونکي باندي ـ
اولسم : پرزنديق باندي ـ
اتلسم : پر درواغجن باندي ـ
نونسم : پرهغوخلګوباندي چي په مسجد کښی دلمانځه انتظارکوي اودخداۍ پاک په ذکراوتسبيح مشغول وي
،شلم،پرهغه چاباندي چي هغه په خوراک مشغول وي،يوويشتم،پرهغه چاباندي چي نامحرومه ښځوته يي کتل عادت وي،
| |
|