zarif Founder
Posts : 83 Points - امتياز : 1178 Thanked - ووټ : 0 Join date : 2010-02-15
| Subject: د پښتون سندره Sun Sep 05, 2010 4:24 am | |
| د پښتون سندره
اځئ چې يا قربان کړو نن سندره د پښتنون سندره د پښتون چې وکړو په کې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون
راځئ چې په کښې وستايو تاريخ د لوى خيبر راځئ چې په کښې ياد کړو اشنغر او پېښور ايلم په کښې ښکاره کړو ملاکنډ په کښې په سر د سوات او د مردان په کښې تکرار وکړو اکثر
تاريخ په کښې ګواه کړو ښه په نره د پښتون په نره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون
راځئ چې لږ ور تير شو د کوهاټ نه تر ګومل د حسن ګل خو کورمې دی ټومبلي په اوربل جنوب د پښتونخوا کښې شاړې غرونه او ځنګل د کوئټې او چمن خلق ځا ريږ ي يو تر بل
دا خاوره ده تر مشکو معطره د پښتون معطره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون
په بره پښتونخوا کښې شرق ته پروت دى ننګرهار کابل دى که غزني دى که پکتيا که قندهار د ټولو پښتنو افغانستان دى مور او پلار که لر دى او که بر دى يو يې نوم يو افتخار
نامه ده په نړۍ کښې منوره د پښتون منوره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون
په دې خاوره پيدا دي ايمل خان او دريا خان د تورې او قلم خاوند يادېږي خوشحال خان که يو طرف ته ګورې مبارز دې پير روښان په بل طرف بلبل د شاعرانو دى رحمان
په هر لحاظ ده خاوره بختوره د پښتون بختوره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون
په هر زمان پېدا دي په دې خاوره ښه ځوانان د تورې غږ ختلي يې په هند او په ايران احمد دى که اېپي دى که ښاغلې پادشاه خان حاجي د ترنګزو دې که شينوارى حمزه خان
فيروزه ښه کيسه ده معتبره د پښتون معتبره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون | |
|
shahinsha Senior Member
Posts : 106 Points - امتياز : 166 Thanked - ووټ : 2 Join date : 2010-01-31
| Subject: Re: د پښتون سندره Sun Sep 05, 2010 4:34 am | |
| | |
|
Admin Admin & Managment
Posts : 389 Points - امتياز : 1418 Thanked - ووټ : 43 Birthday : 1989-01-01 Join date : 2010-01-22 Age : 35 Location : Land of Technology Job/hobbies : علم
| Subject: Re: د پښتون سندره Sun Sep 05, 2010 10:33 pm | |
| | |
|
chandani Senior Member
Posts : 93 Points - امتياز : 189 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-02-08 Location : Kabul Job/hobbies : Talim Ul Quran and Internet
| Subject: Re: د پښتون سندره Mon Sep 06, 2010 3:43 am | |
| deeer kha sharing dai | |
|
Sponsored content
| Subject: Re: د پښتون سندره | |
| |
|