shahinsha Senior Member
Posts : 106 Points - امتياز : 166 Thanked - ووټ : 2 Join date : 2010-01-31
| Subject: د اوداسه فرضونه Tue Feb 02, 2010 8:09 pm | |
| د اوداسه فرضونه د اوداسه فرضونه څلور دي.
١ ) د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې. ٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره . ٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي. ٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.
د اوداسه سنتونه
د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي. ١) نيت دی ٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي ٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې ٤ ) د خولې پرېمنځل دي . ٥ ) مسواک وهل دي . ٦ ) د پوزې پرېمنځل دي ٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي . ٨ ) د ټول سر مسح کول دي . ٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي . ١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي . ١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي . ١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي . ١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.
د اوداسه ماتوونکي
د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي. ١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي. ٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل . ٣ ) په ډکه خوله قی کول . ٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي . ٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي . ٦ ) بې هوشي . ٧ ) مستي ( نشه کېدل ) ٨ ) لېونتوب ٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل .
د اوداسه ترتيب
١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي . ٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي . ٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي. ٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي . ٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي . ٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي. ٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي . ٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي . ٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي . ١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي . ١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي . ١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي
| |
|