shahinsha Senior Member
Posts : 106 Points - امتياز : 166 Thanked - ووټ : 2 Join date : 2010-01-31
| Subject: د لمانځه فرضونه ، شرطونه ، ارکان Tue Feb 02, 2010 8:11 pm | |
| د لمانځه فرضونه ، شرطونه ، ارکان ، واجبات
د لمانځه فرضونه دلمانځه فرضونه شپاړلس دي چې نهه( ٩ ) له لمانځه نه دباندې او اووه( ٧ )په لمانځه کې دننه دي. دلمانځه نه د باندې فرضو ته د لمانځه شرطونه وايي او د لمانځه دننه فرضونو ته د لمانځه رکنونه وايي . د شرطونو د پوره کولو ، او د رکنونو د ادا کولو نه پرته لمونځ نه کيږي.
د لمانځه شرطونه
١) د بدن پاکوالی ٢) د جامو پاکوالی ٣ ) دلمانځه د ځای پاکوالی ٤ ) اودس کول په هغه صورت کې چې اودس ونه لري او که جنب وي غسل کول ، او که اوبه نه وي او يا له استعمال څخه عاجز وي نو تېمم وهل . ٥ ) د عورت پټول . ٦ ) د کعبې شريفې په لورې مخ کول . ٧ ) د لمانځه نيت . ٨ ) تکبير تحريمه (( لومړی تکبير )) ٩ ) د لمانځه د وخت داخلېدل
د لمانځه ارکان
١ ) قيام ، يعنې نېغ ودرېدل په داسې شان سره چې لاسونه يې زنګنونو ته ونه رسي . ٢ ) قرات ، يعنې لږ تر لږه د قرآن شريف يو آيت لوستل ٣ ) رکوع ٤ ) سجده ٥ ) وروستۍ قعده : يعنې د التحياتُ څخه د عَبدُ هُ وَرَسُولَهُ ، پورې د وېلو په اندازه کېناستل . ٦ ) له لمانځه څخه په عمل خپل سره وتل ٧ ) ترتيب دی د لمانځه د هغو ارکانو تر مېنځ چې په ټول لمانځه کې يو ځل راغلي ، لکه تکبير تحريمه او آخره قعده ، او يا د لمانځه په هر رکعت کې يو ځل راغلي دي ، لکه قيام او رکوع .
د لمانځه واجبات
د لمانځه واجبات په لاندې ډول دي . ١ ) د فاتحې ، الحمد لله ، د سورت لوستل. ٢ ) د فرض لمانځه په دوه لومړيو رکعتونو او د سنتونو او نفلونو په هر رکعت کې د فاتحې د سورت سره د قرآن کريم د کوم بل سورت او يا څو آياتونو د قرات پېوسته کول . ٣ ) د فرض لمونځ د دوه لومړيو رکعتونو ټاکل د قرات د پاره . ٤ ) په دواړو قعدو کې د تشهُد لوستل . ٥ ) لومړۍ قعده . ٦ ) د وترو په وروستي دريم رکعت کې د قنوت د دعا لوستل . ٧ ) د دواړو اخترونو د لمونځونو تکبيرونه ٨ ) په جهري لمانځه کې د امام لخوا قرائت په زوره لوستل ٩ ) په خُفيه لمانځه کې قرائت په پټه سره لوستل . ١٠ ) د ارکانو تعديل : يعنې ارکان په طمانيه او آرامتيا سره پوره ادا کول . ١١ ) د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت.
د لمانځه سنتونه
١ ) د لومړي تکبير وېلو په وخت کې نارينه ولره د غوږو تر نرمېو پورې ، او ښځو لره د اوږو تر سرونو پورې دواړه لاسونه پورته کول . ٢ ) د لاسونو د پورته کولو په وخت کې وتې په خپل حال پرېښودل . ٣ ) په لوړ آواز د امام تکبير وېل . ٤ ) د ښي لاس ايښودل په کيڼ لاس باندې په داسې ترتيب سره چې د ښي لاس غټه او خچه ګوتې د کيڼ لاس له مړوند څخه حلقه شي ، او درې نورې ګوتې يې د کيڼ لاس په تخته ، بند ، باندې راشي . ٥ ) د نارينه و د پاره د نامه د لاندې ، د ښځو لپاره په سينه د لاسونو تړل . ٦ ) په خفيه د اعوذُ بِاللهِ لوستل . ٧ ) په خفيه د بِسمِ الله لوستل . ٨ ) په خفيه د ثنا سُبحانَکَ اللهُمه لوستل . ٩ ) د وَلاَالضَآلِين څخه وروسته آمين وېل . ١٠ ) د انتقالاتو تکبير وېل . ١١ ) په رکوع کې درې ځلې (( سُبحَانَ رَبِیَ العَظَيم )) وېل . ١٢ ) په رکوع کې د لاسونو په ګوتو د دواړو زنګنونو ټينګ نيول . ١٣ ) امام لره (( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) او مقتدي لره (( رَبَنا وَلَکَ الحَمدُ )) او يواځې لمونځ کوونکي لره د دواړو وېل . ١٤ ) وروسته له رکوع څخه قومه کول . ( سم نېغ ودرېدل ) ١٥ ) سجده په داسې ترتيب کول ، چې اول به زنګنونه بيا لاسونه ، بيا پوزه او ورپسې تندی د دواړو لاسونو په مېنځ کې کېږدي ، څنګلې به له اړخونو نه ، او ګيډه به له ورنونو ، او ورنونه به له پنډيو نه ، او پنډۍ به له ځمکې نه لرې ساتي . او د پښو ګوتې به قبلې ته مخامخ کوي . ښځه به څنګلې د اړخونو ، ګېډه به د ورنونو او ورنونه به د پنډيو ، او پنډۍ په د ځمکې سره نښلوي . ١٦ ) په سجده کې درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وېل . ١٧ ) د دواړو سجدو په مېنځ کې جلسه (( کېناستل ) او په زنګنونو باندې د دواړو لاسونو اېښودل . ١٨ ) د نارينه و د پاره د ښي پښې ودرول او د کيڼې پښې غوړول ، او ورباندې کېناستل . ښځې لره د دواړو پښو ښي خوا ته ويستل او په کيڼ کوناټي کېناستل . ١٩ ) په وروستۍ قعده کې د تشهد څخه وروسته درود او دعا لوستل . ٢٠ ) د اَاسَلامُ عَليکُم وَرَحمَتهُ اللهِ په وېل سره مخ ښي او بيا کيڼ طرف ته ګرځول | |
|