| دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه | |
|
|
Author | Message |
---|
ابو محمد حنفي Junior Member
Posts : 5 Points - امتياز : 11 Thanked - ووټ : 0 Join date : 2010-07-26
| Subject: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Mon Jul 26, 2010 9:12 am | |
| محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دروژې دمباركي مياشتي خو هسي ډير فضيلتونه اوبركات په حديثو كي راغلي دي خو مونږ يي په دې ليكنه كي په لنډه توګه يو څو فضيلتونو ته اشاره كوو :
حضرت سلمان رضي الله عنه وايي چي دشعبان په پاي كي رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته داسي نصيحت وفرمايه چي: په تاسي يوه مياشت راتلونكي ده چي ډيره مباركه مياشت ده پدې مياشت كي يوه داسي شپه هم شته چي له زرو مياشتو نه غوره ده (دقدر شپه) . پالونكي څښتن ددې مياشتي روژې فرض كړي او پدې مياشت كي يي شپه په ولاړه تيرول (تراويح كول) دثواب شى ګرځولى .
پدې مياشت كي له چا سره نيكي كول لكه دنورو مياشتو دفرضو دومره ثواب لري. او په دې مياشت كي ديوه فرض اداكول لكه په نورو مياشتو كي داوياو فرضو داداكولو سره سمون خوري , دادصبر مياشت ده اودصبر بدله جنت ده, دامياشت له خلكو سره دغم خوړلو (له خلكو سره دنيكي كولو )مياشت ده .
پدې مياشت كي دمسلمانانو رزق زياتيږي , پدې مياشت كي چي څوك يوه روژه تي (روژه درلودونكي) ته افطاروركړي نو داڅه به يي له ګناهونو څخه دبښني اوددوزخ له اورڅخه دخلاصي لامل وي, اودروژه تي (روژه درلودونكي) هومره ثواب به وركول كيږي ,پداسي حال كي چي دروژه تي په ثواب كي به هيڅ كمى نه راځي .
صحابۀ كرامو عرض وكړ چي اې دخداي رسوله : په مونږ كي خو هر يو دومره ځواك نلري چي روژه درلودونكي ته افطار ورکړي؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: (پورتنى ثواب چاته په مړه خيټه تر ډوډۍ وركولو پوري ندى تړلى بلكه) كه څوك چا ته يوه خرما وركړي يا يو غړپ اوبه يا شړومبې وروڅښي هغه ته به هم خداي جل جلاله داثواب وركوي.
داداسي مياشت ده چي لومړنۍ برخه يي رحمت ده , منځنۍ برخه يي مغفرت ده اودپاي برخه يي له اورڅخه خلاصيدل دي . هرڅوك چي پدې مياشت كي دخپل غلام(خادم)بارسپك كړي (همكاري ورسره وكړي ) نو لوي پالونكى څښتن جل جلاله به هغه ته بښنه وكړي او ددوزخ له اوره به يي خلاص كړي .
څلور شيان ډير كوۍ : پدې كي لومړني دوه دالله تعالى درضا(خوښۍ) لپاره دي اووروستني دوه يي بيا هغه دي چي له هغو څخه ستاسي خلاصى نشته (ستاسي لپاره هرومروګڼل كيږي) .
لومړني دوه شيان دكومو له امله چي تاسي خپل پالونكى راضي كوۍ هغه1- دپاكي كليمې (اشهدان لااله الاالله واشهد ان محمدا رسول الله) او2-داستغفار(استغفرالله ربي من كل ذنب وتوب اليه) ډير ويل دي .اووروستني دوه يي 1-دجنت هيله كول او2-ددوزخ له اور څخه پناه غوښتل دي.
اوڅوك چي روژه دار ته اوبه وروڅښي نولوي خداي جل جلاله به ځما له حوض څخه (دقيامت په ورځ) هغه ته داسي اوبه وروڅښي چي بيا به جنت ته تر ننوتو پوري تږى نشي.
په يوه بل حديث كي بيا داسي فضيلت بيان شوى ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشياطين -وفي رواية ابواب الرحمة. بخاري ومسلم
ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي -كله چي رمضان راشي نو دجنت دروازې پرانستل شي او ددوزخ دروازې وتړل شي او شيطانان (په ځنځيرونو كلك) وتړل شي . په يوه روايت كي دابواب الجنة په ځاي دابواب الرحمة تورى راغلى.
همداراز په يوه بل حديث شريف كي راځي چي (عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذاكان اول ليلة من شهر رمضان :صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت ابواب النار فلم يفتح منها باب ,وفتحت ابواب الجنة فلم يغلق منها باب -وينادي مناد يا باغي الخير اقبل ويا باغي الشر اقصر ولِله عُتقاء من النار-وذلك كل ليلة . ترمذي ابن ماجه .
ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي كله چي درمضان لومړۍ شپه شي نو شياطين او سركښ پيريان وتړ ل شي , اوددوزخ ټولي دروازې وتړل شي تردې چي يوه دروازه يي هم پرانستي نه پريښودل كيږي , اودجنت ټولي دروازې پرانستل شي تردې چي يوه دروازه يي هم تړلي نه پاتي كيږي اودالله تعالى چغه وهونكى چغي وهي چي: اي خير غوښتونكو رامخكي شۍ . او اي بد غوښتونكو ودريږي اومه رامخكي كيږۍ او دالله تعالى ډير بندګان له دوزخ څخه خلاصيږي (دبښني فيصله يي كيږي) اودا ټول څه درمضان په هره شپه كي كيږي.
په يوه بل روايت كي داسي راغلي ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة بعشر امثالها الى سبعمائة ضعف . قال الله تعالى الاالصوم فانه لي , وانا اجزي به يدع شهوته وطعامه من اجلي . للصائم فرحتان : فرحة عند فطر وفرحة عند لقاء ربه , ولخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسك . والصيام جُنة . واذاكان يوم صوم احدكم فلا يرفث ولا يصخب , فان سابه احد او قاتله فليقل اني امرء صائم .
ژباړه : له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي: دهر امت دنيكۍ بدله له لسو ګونو تر اوو سوو ګونو پوري زياته وركول كيږي مګر الله تعالى فرمايلي دي چي روژه (له دې قانونه ځانګړي )ده ځكه چي (دادبنده لخوا )ماته (يوه تحفه ده) نو همدازه به يي اجراوثواب وركوم . ځما بنده ځما لپاره نفسي خواهش , خوړل او څښل بند كړي (ځكه به نو زه ددې سرښندني په پرتله هغه ته ثواب وركوم ) .
روژه دار ته دوه خوښۍ دي: يوه دافطار په مهال بله بيا دالله تعالى دليدلو په مهال . ځما دي لوړه وي چي دروژه دار دخُولې بوي دخداي جل جلاله په نزد تر مشكو هم غوره دى .
او روژه (پدې نړۍ كي دنفسي غوښتنو له بريد او په هغې نړۍ كي ددوزخ له اور څخه دځان ساتلو لپاره ) ډال دى . او كه له تاسي څخه ديو چا په كومه ورځ روژه وه نو ناوړه كړه او فحش ويناوي دي نه كوي .او كه څوك ده ته بد ووايي او يا جګړه ورسره وكړي نو دى دي ورته ووايي چي ځما روژه ده) .
له پورتني حديث څخه په ډاګه شوه چي داثوابونه هاله مسلمان ته وركول كيږي كله چي له ناوړه كړنو او فاحشوويناووڅخه ځان وژغوري . ځكه خو هم په يوه حديث كي راځي چي : (څوك چي روژه ونيسي او له ناوړو ويناوو اوناوړو كړنو څخه ځان ونه ژغوري نو دده دې هسي لوږي اوتندي ته خداي جل جلاله هيڅ اړتيا نلري ) .
يادونه -په پورتني حديث كي په ځانګړي ډول هغه چا ته خبردارى دى څوك چي دروژې په مهال هم بد رد او ناوړه توري استعمالوي . همداراز هغه چاته هم لوي خبردارى دى چي په روژه كي جګړې كوي . داسي كسان ښايي دځانونو اصلاح وكړي هسي نه چي خداي مكړه كړى تكليف موپه اوبو لاهو شي .
لوي خداي جل جلاله دي په مونږ تاسو او دنړۍ په ټولو مسلمانانو روژه ښه تيره كړي. او لوي خداي جل جلاله دي دنيكو كارونو توفيق راپه برخه كړي . او لوي خداي جل جلاله دي زمونږ روژه مونږ ته دآخيرت لپاره زيرمه وګرځوي او خداي جل جلاله دي ثوابونه پرې راكړي . آمين ثم آمين يارب العلمين .
وما علينا الاالبلاغ المبين
له ټول افغان ځخه | |
|
| |
Admin Admin & Managment
Posts : 389 Points - امتياز : 1418 Thanked - ووټ : 43 Birthday : 1989-01-01 Join date : 2010-01-22 Age : 35 Location : Land of Technology Job/hobbies : علم
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Mon Aug 02, 2010 11:34 pm | |
| - ابو محمد حنفي wrote:
محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

له ټول افغان ځخه Deer kha Allah di tasi ta da di ajar darkri | |
|
| |
shazia_rafiqi Senior Member
Posts : 272 Points - امتياز : 599 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-01-24
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Tue Aug 03, 2010 1:34 am | |
| | |
|
| |
aryaankhan Senior Member
Posts : 91 Points - امتياز : 206 Thanked - ووټ : 5 Join date : 2010-07-04
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Tue Aug 03, 2010 6:05 am | |
| Grana da tolo na makhki zamong forum ta kha raghlast aw da islam section ki malomato ziatawalo na dera ziata manana koom | |
|
| |
shazia_rafiqi Senior Member
Posts : 272 Points - امتياز : 599 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-01-24
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Wed Aug 04, 2010 6:08 am | |
| | |
|
| |
red_eyes Graphic Designer
Posts : 119 Points - امتياز : 214 Thanked - ووټ : 7 Join date : 2010-02-13
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Thu Aug 05, 2010 1:27 am | |
| | |
|
| |
ابو محمد حنفي Junior Member
Posts : 5 Points - امتياز : 11 Thanked - ووټ : 0 Join date : 2010-07-26
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Fri Aug 06, 2010 8:59 am | |
| وجزاک الله خيرا الله تاسو ته په دي اجر درکړي چه تاسو ځما موضوع او لوستله او الله تعالي مو نوره ترقي نصيب که آمين | |
|
| |
asif V.I.P Member
Posts : 53 Points - امتياز : 560 Thanked - ووټ : 5 Birthday : 1989-04-01 Join date : 2010-08-28 Age : 35 Location : PESHAWAR Job/hobbies : study
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه Wed Sep 01, 2010 2:08 am | |
| | |
|
| |
Sponsored content
| Subject: Re: دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه | |
| |
|
| |
| دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه | |
|