red_eyes Graphic Designer
Posts : 119 Points - امتياز : 214 Thanked - ووټ : 7 Join date : 2010-02-13
| Subject: د ریم حافظه RAM Sat Aug 28, 2010 4:18 am | |
| د رم( RAM) حافظه د کمپيوټر د اصلي حافظې يو ډول دی چې هم لوستل کېږي او هم ليکل پکې کېداي شي.په دې ډول حافظه کې هره خونه د يوې پتې لرونکې ده او CPU کولای شي چې په مستقيمه توګه ترې کار واخلي.کله چېCPU غوښتي وي چې ددې ډول ساتنځي په خونو کې په شته اطلاعاتو باندې لاس رسی ومومي، د هماغه ځای پته اخلي او نيغ په نيغه د پام وړ معلوماتو د لوستلو په لور ځي. دا وړتيا (چې نيغ په نيغه د پام وړ ځای ته مراجعه ده) د کمپيوټر CPU ته ددې اجازه ورکوي تر څو په غوښتل شوې پتې چټک لاس رسی ومومي. د بريښنا له تلو سره سم د RAM منځپانګه له منځه ځي.په کمپيوټرباندې د کار کولو پر مهال د ساتنځي له همدې برخې څخه ګټه اخلي.يا په بل ډول هر پروګرام چې موغوښتي وي تر څو په هغه کې کار وکړو بايد هغه RAM ته وليږو چې RAM ته د يوه پروګرام همدا ليږدونه د پروګرام سرته رسول(Program Running )دي. دCPU د چټکتيا تر څنګ د RAM مقدار هم د کمپيوټر په چټکتيا کې ونډه لري.په هر کمپيوټر کې چې د RAM مقدار ډير وي په هماغه کچه د کمپيوټر چټکتيا ډيره او کولای شي چې لوی پروګرامونه سرته ورسوي. بيلا بيل پروګرامونه د RAM يوه ټاکلي مقدار ته اړتيا لري.که له هماغه اندازې د RAMمقدار لږوي نو په کمپيوټرکې به هغه پروګرام سرته ونه رسيږي. د بيلګې په ډول 98 وينډوز چې لږ تر لږه 16 ميګا بايته RAM ته اړتيا لري نو که چېرې په يوه کمپيوټر کې چې د هغه د RAM مقدار له 16 ميګابايټه څخه لږوي نو 98 وينډوز په هغه کې کار نشي کولای. يا ددې لپاره چې ستاسو کمپيوټر وکولای شي XP وينډوز سرته ورسوي نو بايد ستاسو کمپيوټر لږ تر لږه د 64 ميګا بايته RAMلرونکی وي. لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره ده په دې کلونو کې د پروګرامونو کچه په حيرانوونکې بڼه ډيرښت کوي او لا کوي يې چې ددې تر څنګ د RAMمقدار هم زياتوالی موندلی. د همدې کرښو د ليکلو پر مهال په ځاني کمپيوټرونوکې د RAM مقدار 128يا 256 او کېدای شي چې 512 ميګابايته وي. د شک او ترديد د له منځه وړلو لپاره په دې ځای کې ضروري ده تر څو لاندې ټکي ته اشاره وکړو: دا ضرور نه ده تر څو د RAMمقدار د پروګرام له اندازې(Size) سره يو شی وي،د بيلګې په توګه که چېرې يو پروګرام د 50ميګابايته حافظې لرونکی وي دا شونې ده تر څو په 8يا 16ميګابايته RAMکې سرته ورسيږي.البته د مجازي حافظې په مرسته دا کار سرته رسيږي.
د رم RAM ټوټې رم ټوټې په لاندې ډول دي: 1: Single Inline Memory Module) SIMM ) د SIMM حافظه د 30او72 پينو ((Pins په دوو ډولونو کې جوړه شوې ده،د30 پينو ډول يې د 8بيتي (Bit) او د72 پينو ډول يې د 32 بيتي جوړښت لرونکي وي 2:(IMM(Dual Inline Memory Module د DIMM ټوټې کولای شي چې په هر دواړو خواوو کې Data وساتي او د 64 بيټي جوړښت لرونکي دي. 3:EDO(Extension Data Out د حافظې دا ډول د تخنيکي او ظاهري بڼې له مخې SIMM ته ورته ده مګر دلوستلو د عمليې پر مهال د ډيرې چټکتيا لرونکې ده.البته د ساتنځي دا ډول په هغه اصلي دړو (ain Boards) کې چې د هغه د نصبولو وړتيا ولري د ګټې اخيستو وړ دي.
د رم RAM حافظې ډولونه د RAMحافظه په لاندې دوو ډولونوویشل شوې ده:
ديناميکي رم(Dynamic RAM)
ثابت رم(Static RAM) دديناميکي رم په جوړښت کې له خاذن څخه کار اخيستل شوی دی او بايد د هغه منځپانګه په پرله پسې ډول د کنترول د برخې په واسطه تازه شي له هغې پرته خپله منځپانګه له لاسه ورکوي. په هرو۱۵ ملي ثانيو کې ددې تازه ګۍ مقدار يو ځلې دی.دديناميکي رم قيمت او چټکتيا د ثابت رم په پرتله لږده.د ثابت رم په جوړښت کې له ترانزستورنو(Transistors) څخه کار اخيستل شوی او پرله پسې تازه کولو ته اړتيا نه لري.له هغه څخه د د معلوماتو د اخيستلو او په هغه کې د ساتلو پر مهال دلوړې چټکتيا لرونکی دی. ثابت رم د هغه د قيمت د زياتوالي له امله لږ د ګټې اخيستو وړ ګرځي. د CMOS(Complementary Metal Oxide Simi-Conductors)ساتنځی چې د سيستم عيارسازي، د معلومات ذخيره یې په غاړه او دبطرۍ په واسطه چارچېږي،د ثابت رم بيلګه ده. | |
|