elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول

Go down 
AuthorMessage
red_eyes
Graphic Designer
Graphic Designer
red_eyes


Posts : 119
Points - امتياز : 214
Thanked - ووټ : 7
Join date : 2010-02-13

په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول Empty
PostSubject: په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول   په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول EmptySat Aug 28, 2010 4:20 am

په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول

تاسو به په کمپيوټر کې د XPوينډوز د نصبولو په وخت کې ليدلي وي چې ستاسو څخه د کمپيوټر د نوم، د Admin د شفر (پاسورډ)، سريال نمبر او نورې داسې ډيرې پوښتنې شوې وي او دې کار به ستاسو ډير وخت هم نيولی وي تر څو د کمپيوټر سره نږدې کښينئ او دا ډول پوښتنو ته ځواب ووايئ تر څو ستاسو په کمپيوټر کې وينډوز نصب شي. د دې له پاره تاسو بايد د XP وينډوز Support د فولډر د اوزارو څخه کار واخلئ چې د يو Cab د فايل څخه کار اخستل کيږي ترڅو په ځانکاری ډول وينډوز نصب کړي نو په لاندې ډول عمل وکړئ:
١. د XP په سی ډی کې لاندې ځای ته لاړ شئ:

Support\tools\
٢. د deploy.cab فايل په zip magic يا winzip کې پيل (Open) کړئ وروسته د setupmgr.exe فايل ورڅخه يو ځای ته کاپي کړئ.

٣. په setupmgr.exe باندې ټک (click) وکړئ ورپسې په Next ټک وکړئ بيا لاندې ټاکنه وټاکئ او په Next ټک وکړئ:
Create a new answer file

٤. دلته بايد د windows unattended installation ټاکنه ټاکل شوې وي چې بيا په Next ټک وکړئ.
٥. په دې ځای کې د وينډوز ډول ټاکو چې موږ Window XP Professional ټاکو او بيا په Next ټک کوو.

٦. Fully automated وټاکئ او په Next ټک وکړئ.
٧. په دې ځای کې به Distribution Folder پوښتنه راڅرګنده شي تاسو به لاندې ټاکنه ورڅخه وټاکئ:
No, this answer file will be used to install from a CD
٨. په دې ځای کې د I accept the terms of the License Agreement په نښه کړي او بيا په Next ټک وکړئ.
٩. اوس داسې يوه پاڼه ګورو چې ټاکنې يې تشې دي چې د وينډوز د نصبولو په وخت کې زموږ څخه پوښتل کيږي، نو د دې تشو ځايونو په ډکولو پيل وکړئ او سم معلومات ورکړئ.

١٠. کله چې مو ټول معلومات ورکړل په Finish باندې ټک کوئ ترڅو د UNATTEND.TXT فايل جوړ شي چې دا فايل پيل کړي او د WINNT.SIF په نوم يې په يو ډسکيټ کې خوندي (Save as...) کړئ.

١١. د File د مينو څخه Exit وټاکئ.
١٢. اوس دا فايل د وينډوز د نصبولو له پاره چمتو دی خو مخکې له دې چې د وينډوز په نصبولو پيل وکړئ دا فايل په NOTEPAD کې پيل او يو ځل يې وګورئ کيدای شي چې تاسود فايل سيستم NTFS ته واړوئ .

١٣. اوس کمپيوټر د سی ډی څخه پيل کړئ او ډسکيټ په فلاپې ډرايو کې کيږدئ نو وينډوز به په ځانګاري ډول نصب شي.
Back to top Go down
 
په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول
Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: