elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام

Go down 
AuthorMessage
red_eyes
Graphic Designer
Graphic Designer
red_eyes


Posts : 119
Points - امتياز : 214
Thanked - ووټ : 7
Join date : 2010-02-13

د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام Empty
PostSubject: د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام   د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام EmptySat Aug 28, 2010 4:23 am

د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام
انجينر مرتضي وهاج
Wednesday, 14 May 2008

KINDS OF SOTWARE


د كمپيوټر او انسان ترمنځ چه څومره اعمال ترسره كيږي هغه دانسان او سافټ وئير تر منځ ترسره كيږي د كمپيوټر د پرزجاتو اصلي وظيفه داده چه د مختلفو پروګرامونو د اجرا كولو لپاره زمينه برابره كړي. پرزه جاتو ته د كمپيوټر وجود او پروګرامونه ته د هغي دماغ ويلاي شو نه صرف دلته بلكه په ټوله دنياكي يوه عامه جمله ويل كيږي(زه كمپيوټر زده كوم) ليكن داجمله داسې معنا لري لكه څوك چه ووايي چه زه سپورت زده كوم حال داچه د ټولو سپورتونو زده كول د انسان د وس څخه بهر خبره ده صحيح جمله به دا وي چه يو كس ووايي چه زه د كمپيوټر كوم پروګرام زده كوم ځكه د كمپيوټر دنيا دومره وسيع شوي چه ټول پروګرامونه يوشان نه اجرا كيږي كه څه هم د پروګرامونو جوړونكي په دې كوشش كې دي چه پروګرامونه يي سره ورته وي ليكن د پروګرامونو د شمير د زياتوالي له وجهې په مختلفو پروګرامونو كې د موږك او ليكمن استعمال مختلف دي








بګ (Bug)

د بګ له تاريخ څخه تاسو خبر ياست ليكن اوس د كمپيوټر په پروګرامونو كې هر قسم غلطۍ ته چه د پروګرام د جوړولو په وخت كې په پروګرام كې پاتې كيږې بګ ويل كيږي . په كوم پروګرام كې چه غلطيانې موجودې وي هغه په صحيح ډول سره نه اجرا كيږي. كومې كمپنۍ چه پروګرامونه جوړوي او ل د هغه پروګرام يو ورژن يعنې ګڼه خلكو ته د غلطيو د په نښه كولو لپاره وركوي چه دغه پروګرام ۹۰ فيسصده صحيح وي . د غې ورژن ته بيټاورژن ويل كيږي. كمپيوټر يو داسې مشين دي چه په دواړو برخو (پرزجاتو او پروګرامونو) كې يي ډير په بيړه پرمختګ كيږي نو ځكه عام ليدل كيږي چه د پروګرامونو عمر د ۱۸ او ۲۴ مياشتو ترمنځ وي . په هر ځل شايع شوي پروګرام ته د هغې پروګرام ورژن ويل كيږي. په همدې حساب سره د ونډوز هم مختلف ورژنز شايع شوي دي چه د ۱.۰ ، ۲.۰ ، ۳.۰ ، ۳.۱۱ ، ۹۵، ۹۸، ۲۰۰ او داسې نور د استعمال له مخې د كمپيوټر پروګرامونه دا لاندې قسمونه لري


.

۱

- آپريټنګ سسټم Operating System:

لكه څرنګه يي چه د نوم څخه څرګنديږي ددي پروګرام وظيفه داده چه كمپيوټر د آپريټينګ لپاره تيار كړي . دا يو داسي رابطه يا وسيله ده چه د كمپيوټر ، استعمالونكي او پروګرامونو تر منڅ تعلق جوړوي بعير له دغه پروګرام څخه هيڅ پروګرام استعمالوونكۍ او كمپيوټر د يو او بل په مقصد او خبره باندې نه شي پوهيداي. نو ويلاي شو چه بغير د دغې پروګرام څخه كمپيوټر د هيڅ كار نه دۍ. ډوس، ونډوز، يونكس، لينكس وغيره يي ښه مثالو نه دي.








۲-ورډپروسيسرز:


په ټوله دنيا كې د كمپيوټر د استعمالوونكو د اَحصايي مطابق د شخصي كمپيوټرونو د ۸۰% څخه زيات كمپيوټرونه يو نه يو قسم ورډپروسيسر ضرور لري دا هغه پروګرامونه دي چه د اپريټينګ سيسټم څخه وروسته تر ټولو زيات استعماليږي. ددي قسم پروګرام په موجديت كې كمپيوټر په يوه برقي ټايپ رايټر باندې بدليږي چه د مختلف قسمه خطونو اسنادو ،كتابونو او مجالو د ليكلو او ډيزاين لپاره استعماليږي. نن سبا په ماركيټ كې ډير زيات ورډپروسيسرز پيدا كيږي ليكن مشهور قسمونه يي MS-Word , Word Perfect دي تاسو د خپل ضرورت مطابق پروګرام اخيستۍ شي.






۳-ډيسك ټاپ پبليشر:


دا ډول پروګرامونه په متن او شكلونو باندې مكمل كنترول فراهم كوي دا ډول پروګرامونه د لويو لويو خپرندويه ادارو د ضرورت د پوره كولو لپاره جوړيږي چه د كتابونو،مجالو او اخبارونو د چاپولو لپاره په كار يږي . ښه مثال يي پيج ميكر دي ليكن اوسني ورډروسيسرز هم دا كار په اسانۍ سره كولاي شي.








۴-ګرافكس پروګرامونه:


دا هغه ډول پروګرامونه دي چه د شكلونو د ډيزاين لپاره او يا په عكسونو باندې د مختلفو عمليو د اجرا كولو لپاره استعماليږي. دا ډول پروګرامونه مونږته د رسامۍ مختلف قسمه وسايل برابروي د كومو په واسطه چه مونږ محتلف قسم ډيزاينونه تيارولاي شو ددې ډول پروګرامونو ترټولو ښه پروګرام كورل ډرا نوميږي چه تر ټولو زيات شمير استعمالوونكي لري او په تعميراتي برخه كې زيات استعماليدونكۍ پروګرام آټوكيډ دۍ لدې نه علاوه ٌفوټوشاپ، فوټوپينټ، پرنټ آرټسټ، ميكروميډيا،فري هينډ او مائيكروسافټ فوټوډرا هم په زياته اندازه استعماليږي.







•0- سپريډشيټ پروګرام:



ددې ډول پروګرامونو په موجويت كې كمپيوټر په يوه كثيرالمقاصد او عصري ترين كالكوليټر باندي تبديليږي پدې ډول پروګرامونو كې كالمونه او قطارونه وي چه د كالمونو او قطارونو د اتصال څخه واړه واړه بكسونه رامنځته كيږي دا بكسونه د سيلونوCells په نومونو سره ياديږي. پدې ډول پروګرامونو كې د حساب هر ډول پچيده مسايل حل كيداي شي. مثالونه يي مائيكروسافټ ايكسل، لوټس۱۲۳، كوآټروپرو وعيره دي.



۶- ډيټابيس:







دا ډول پروګرامونه د حقايقو او معلوماتو د ساتلو د هغې د تحليل او تجزيي او د هغې څخه د مختلفو نتايجود حاصلولو لپاره جوړيږي. پدې كې داسې وصول ليكل كيږي چه د هغې په كومك سره مونږ په كمپيوټركې مختلف قسمه معلومات په مختلفو قسموسره ذخيره كولاي شواو بيا په كمپيوټر كې ذخيره شوي معلومات په مختلفو قسمو سره په پرده او كاغذ باندې ښولاي شو. پدې ډول ځينو پروګراموكې د محسابې ځينې پروګرامونه هم شامل وي ترڅو كوم چه د مصارفو ، ګټې ، نقصان وغيره د حساب لپاره استعماليږي . مثالونه يي ايكيس ، فوكس پرو ، ويژوئل فوكس پرو او ډي بيس دي.







۷-كميونيكيشن پروګرام:

كميونيكيشن يا نيټ ورك پروګرامونه چه د كمپيوټرونو ترمنځ د ټيليفون د تارونو او يا مستقيمسې رابطې لپاره استعماليږي همدغه پروګرامونه د ننۍ معلوماتي ټكنالوژۍ روح دي د همدغه پروګرامونو په واسطه مونږ خپلې نظريي د نورو سره شريكوو چه ځينې پروګرامونه يي په لاندې ډول دي (pcAnywhere),(Outlook), آوټ لك ايكسپريس، نيټ سكيپ ميسنجر، يوډرا ، نيټ سكيپ كميونيكيټر، انټرڼيټ ايكسپلور وغيره دي
Back to top Go down
 
د كمپيوټر پروګرامونه او د هغې اقسام
Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: