elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری

Go down 
AuthorMessage
red_eyes
Graphic Designer
Graphic Designer
red_eyes


Posts : 119
Points - امتياز : 214
Thanked - ووټ : 7
Join date : 2010-02-13

Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری Empty
PostSubject: Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری   Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری EmptySat Aug 28, 2010 4:24 am

06:47:10

Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری پی ډی اف چاپ چاري بريښناليک په کمپيوټر کې د يو څخه زيات Drive جوړول ستاسو او ستاسو کمپيوټر ته مفيد دي دا ځکه که چيری ستاسو کمپيوټر کې يواځې او يواځی يو ډرايف موجود وي او په هغې کې مو وينډوز اچولې وي نو زياتره وخت داسی چل کېږي چې وينډوز مو خرابيږی او بيا مونږ دي ته اړ يو تر څو خپله وينډوز له سره انسټال کړو او دا معلومه خبره چې د وينډوز انسټاليشن لپاره د ډريف Format کول ډير ضروري دي خو.......... د Format کولو سره به ټول فائلونه له مينځه لاړ شي. تاسو کولې شي چې يو کمپيوټر کې د يو څخه زيات Drive جوړ کړي چې زده کړي لپاره لاندي لاري خپلې کړي.
کمپيوټر چالان کړي، د وينډوز ٩٨ سی ډی په سی ډی روم (CD ROM) کې واچوي او تنظيمات ته دننه شئ،د ننوتلو لپاره هر کمپيوټر ځانته سويچ لرې: په DELL او INTEL کمپيوټرونو کې F1 ، په COMPACT کمپيوټر کې F10 ، په MERCURY کمپيوټر کې Dell يا F8 ته فشار ورکړئ نو دSetupپاڼه به درښکاره شې.
کله چې د Setup پاڼې ته دننه شوئ، هلته به Boot sequence په DELL کمپيوټر کې، Boot پهINTELکمپيوټر کې او Advance پهMERCURYکمپيوټر کې پيدا کړئ، او Enter به کړئکله چې هلته دننه شوئ، په DELL کمپيوټرکې د + او - په ذريعه CD-Rom لومړیانتخاب په لاندې ډول وکړئ:

1- IDE CD-Rom device
. په INTEL کمپيوټر کې Boot بيا په هغه کې Boot Device Periority او په هغه کېلومړی انتخاب پيدا او به هغه کې CD-Rom انتخاب او Enter ته فشار ورکړئ، اوس چېهر څه مو وکړل بايد چې له setupڅخهووځو، او هغه داسې چې Esc سويچ به ووهئ،او له هغه وروسته به

save changes and exit
ته فشار ورکړئ، چې له هغه وروسته لاندي پوښتنه راښکاره شي

Do you want to save the changes and exit? Y or N
چې دلته به Y ليکئ او Enter به کوئ، لهsetup څخه ووځئ. کمپيوټر به Restart شي، کله چې کمپيوټر Restart شي نو تاسو ته به لاندي پيغام راڅرګند شي.

To Boot From Cd Press Any Key

په دې وخت کې مخکې له دې چې دغه پيغام مو تير شي زر تر زره د کيبورډ څخه يوه بټن ووهي تر څو ٩٨ وينډوز سی ډی واخلی. د بټن وهلو څخه وروسته به Startup Menu راڅرګنده شي . (لاندي انځور ته توجو وکړي)

د Startup Menu په ليست کې دويم Option خوښ کړي. د يو څه انتظار څخه وروسته به په لاندي ډول څيره راښکاره شي.

اوس Fdisk کمانډ ليکو او د کيبورډ څخه انټر (Enter) بټن ته فشار ورکوو، بيا د کيبورډ څخه Y بټن وهو تر څو Fdisk کمانډ ته داخل شو......... (Fdisk کمانډ ته د داخلېدو څخه وروسته به په لاندي ډول څيره راڅرګنده شي)

که چيری ستاسو هارډ ډيسک بلکل نوي يعنی هيڅ ډريف په کې نه وي نو د Drive جوړولو لپاره اول د کيبورډ څخه 1 بټن ته فشار ورکړي.
اوس يو ځل بيا له کيبورډ نه د ١ بټن ته فشار وکړي او( Create Primary Dos partition ) به خوښ او انټر کړئ چې له دې سره به تر ١٠٠ پورې د پارټيشن جوړولو پروسيس بشپړ شي
د ١بټن په فشار ورکولو څخه به تاسو ته لاندي ډول څيره رامخی ته شي.


اوس به يو پروسيس ١٠٠ پوری جريان وکړي او بيا د ډريف د سايز ورکولو لپاره به په لاندي ډول څيره رامخې ته شي
اوس که غواړي هر ډريف (Drive) مو يو نيم GB شي نو د Create primary Dos Partition په ځای کې ورته ١٥٠٠ورکړي او انټر کړي.
له پورته قدم د تلو سره به Primary Dos partition جوړ شي اود Extended partition لپاره به له کيبورډ څخه د Escape بټن ته فشار وکړي. تر څو يو وار بيا ليست ته ورشي.
اوس د کيبورډ څخه ١ بټن ته فشار ورکړي او انټرکړي اوس به بل ليست خلاص شي په دي ليست کې مو مخکې Create Primary Dos partion جوړ کړ خو دا ځل بايد په دويم Option ته ورشو يعنی د کيبورډ څخه ٢ بټن ووهي او بيا انټر کړي.
له دي سره به يو ځل بيا يو پروسيس شروع شي چې د پروسيس د ختميدو څخه وروسته د ډرايف د ساېز غوښتنه کوي نو انټر به ووهي ډرايف به جوړ شي.
د ډيسک په پاتی ځای به هم انټر کړي او بيا Escape کړي.
اوس که غواړي وګوري چې ايا ستاسو ډريفونه جوړ شوي دي نو په ٤ (Display Partition Information) ورکړي او انټر کړي.
د ډرايف د Delete کولو لاره:
د ډرايف د ړنګ کولو لپاره به همغه کمانډ Fdisk کې وليکې او بيا به Y بټن ووهي.
ليست به خلاص شي. اوس په ليست کې 3 خوښ او انټر کړي.
اوس به د هغه ډرايف او ليبل (Label) غواړي کوم چې تاسو Delete کول غواړي. ډريف نوم او ليبل ورکړي تر څو ستاسو ډريف ړنګ کړي.
د Y په نيولو سره به يي Yes او بيا انټر کړئ.چې له دې سره به ستاسې Extended Partition ډيليټ شي.
او بيا د دې لپاره چې Primary Partition هم ړنګ کړئ له کيبورډ څخه به يي Escape کړئ يو ځلې به يي بيا Escape کړئ
اوس به يو وارې بيا له کيبورډ څخه د ٣ د کيلي پۀ پريس کولو د ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) غوره کړئ او د انټر کيلي به ووهئ
چې دا کار مو وکړ او س به له کيبورډ څخه د ٢ د کيلي پر کېکېښلو سره د ( Delete Extended Dos Partition ) غوره کړئ او انټر ، بيا به د Y پۀ کېکيښلو سره yes او بيا Escape کړئ. يو وارې به بيا له کيبورډ نه د ٣ کيلي ووهئ او ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) به غوره او انټر کړئ.
بيا به له کيبورډ څخه د١ کيلي ووهئ او ( Delete primary Dos partition ) باندې به يي نټر کړئ
ورپسې به يي yes / yes او بيا Escape کړئ .
له دې سره به ستاسې ډيسک پارټيشن ړنګ شي او که غواړئ چې ويي ګورئچې رښتيا هم ستاسو د ډيسک پارټيشن ړنګ شوی او که يه؟ نو تر Escape کولو وروسته بهله کيبورډ څخه د 4 کيلي ووهئ او ( Display Partition information ) به غوره کړئ
Back to top Go down
 
Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» Hard Disk in Pakhto (Pashto)

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: