red_eyes Graphic Designer
Posts : 119 Points - امتياز : 214 Thanked - ووټ : 7 Join date : 2010-02-13
| Subject: نيټ ورک څه ته وايي؟ Sat Aug 28, 2010 4:31 am | |
| نيټ ورک څه ته وايي؟
د دوو شيانو تر منځ د اړيکو بسته کولو او تړلو ته نيټ ورک وايي، د بېلګي په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني ايکسچنج Exchange له لاري بسته کېږي، د لويو او غټو ښارونو يو له بله سره تړل له يوه څخه وزياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټوله ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي وي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بله سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو له پاره هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بله سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.
کمپيوټر نيټ ورک په کمپيوټر نيټ ورک کي دوه يا له هغه څخه د زياتو کمپيوټرونو يو له بله سره د اړيکو بسته کولو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، دلته دا يادونه بايد وکړم چې دا کتاب يوازي او يوازي د کمپيوټر نيټ ورک له پاره دى، نو که چيري د نيټ ورک کلمه ووينئ نو موخه مو کمپيوټر نيټ ورک دئ.
د نيټ ورک ګټې ډاټا او معلومات په گډه کارول تاسو داسي فرض کړئ چي په يوه دفتر کي کار کوئ، يوه بل کارکوونکی يو فايل جوړ کړى له تاسو سره يې په ګډه کارول غواړي. نو يوه لاره يې دا ده چي هغه فايل به و پلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کي کاروئ، پلاپي يو داسي ډيسک دئ چي څوک هر وخت باور نه سي په کولاى، کله چلېږي او کله هم د چلاو څخه قسم واخلي، څوک دا نه سي ويلاى چي زما په لاس کي موجود پلاپي ډيسک به نو حتماً کار کوي. د دغي ستونزي يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايوونه دي، چي د پلاپي په پرتله د باور وړ دي، خو بيا هم په سلو کي لس فيصده اعتبار نه لري، که بيا هم وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لاري خپل کمپيوټر ته راوړى، نو د ملګري کمپيوټر ته به ځئ هغه فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوى او بيا به يې په خپل کمپيوټر کئ کاروئ. که په دفتر کي نيټ ورک ولرئ نو پر خپله چوکۍ کښېنه ته او ستا ملګری دي نوموړى فايل په ګډه کاروئ.
سامان الات په گډه کارول په عامو دفترونو کي يو يا دوه پرينټرونه موجود وي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، د هر يوه کمپيوټر سره پرينټر ناشونى دئ، چې تړلى وي، نو که چېري وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لاري يې پرينټولاى سئ چې پرينټر ورسره تړلى دئ، او يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړى، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ولي چې تاسو به هغه خوني ته ځی چي کمپيوټر او پرينټر سره پکښي تړلي دي، له هغه به يې خلاصوى او له خپل کمپيوټر سره به يې تړى، په دې ډول کېداى سي هغه پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي. که چېري د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرى نو هر ځاى چي وي او هر کمپيوټر چي وي، کولاى سئ اول او يا هم دوهم پرينټر وکاروی، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکينر، سي ډي، کامرې، ډرايوونه هم په ګډه کارولاى سئ.
د پروگرامونو په گډه کارول پر سامان الاتو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګده کارولاى سئ، د کمپيوټر له پاره ننني پروګرامونه خو د سايز او محتوا له پلوه دومره غټ او لوى جوړ سوي دي چې په هارډ ډيسک کې پوره کافي ځاى نيسي. له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چي په مرکزي کمپيوټر کي ځاى پر ځاى سوي وي، نو هر د نيټ ورک کاروونکى يې په مشترکه توګه کارولاى سي، نوموړي پروګرامونه نه دي لازم چي په هر کمپيوټر کي ځاى پر ځاى سي.
د انټرنيټ گډ کارول د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده، چي که چېري په نيټ ورک کې يو تړل سوي کمپيوټر ته نيټ بسته وي هغه کولاى سي هغو نورو کمپيوټرونو ته چي په لين کي ور سره تړلي دي هم نيټ ورکړي، د هر کمپيوټر له پاره جلا ټليفون، موډيم، او لين ته اړتيا نسته چي وکارول سي.
مرکزي واکمني (کنټرول) څنګه چي ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، نو له دې امله ټول امرونه او کمانډونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي. همدا ډول د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه سره پېژني.
د نيټ ورک ډولونه هر نيټ ورک څو ځاني ځانګړني لري چي د هغو پر بنسټ نيټ ورک ډېر ډولونه لري چي تفصيل يې په لاندې ډول دى:
د جغرافيايي حدودو پر بنسټ : نيټ ورک د جغرافيايي حدودو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN LAN چي د Local Area Network لنډيز دئ تر يوه دفتر او يا هم تر يوه عمارت او شرکت پوري محدود دئ.
د لوکل اريا نيټ ورک ځانگړني په لاندي ډول دي: • څنګه چي دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کي جوړېږي نو له دې امله جوړول او چلاو يې ډېر اسانه دئ. • د دې ډول نيټ ورک سامان الات ډېر ارزانه دي په ډېر لږ لګښت جوړېږي. • په دې نيټ ورک کي د ډاټا لېږدونه هم ډېره ژر تر سره کېږي، سرعت يې ډېر تېز دئ، له لسو او سلو څخه نيولې بيا تر زرو ميګابيټو پوري په يوه ثانيه کي ډاټا استولاى سي. روښاني بېلګې يې ښاري نيټ کيفي او يا هم د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل سوي کمپيوټرونه يادولاى سو. WAN چي د Wide Area Network لنډيز دئ د يوه ښار او بل تر منځ او يا هم د يوه هېواد او بل تر منځ کمپيوټرونه تړي. د وين اريا نيټ ورک ځانگړنې په لاندې ډول دي: • دا ډول نيټ ورک د ځمکي د يوه کنج څخه نيولى بيا تر بله کنجه پوري د کمپيوټرونو د بسته کولو لپاره کارېږي، نو له دې امله يې سامان الات ډېر ګران دي. • د ډاټا د لېږدوني په وخت کي يې سرعت ډېر کم دئ، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چي د هغه سرعت په ثانيه کي ٥٦ کيلو بيټه دي، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چي د هغه سرعت پر ثانيه ١.٥ ميګابيټه دئ، چي کلنى لګښت يې خورا ډېر دئ، تر ټولو ګران لين يې T3 دى چې پر ثانيه ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى سي. د لوکل اريا نيټ ورک په پرتله چي پر ثانيه ١٠٠ ميګابيټه ډاټا استولاى سي، د هغه سرعت ډېر کم دئ. Bandwidth :- هغه سرعت ته ويل کېږي چي د هغه څخه يو ډيوايس ډاټا واستوي، Bandwidth پر ثانيه بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي يعني تلي يې، له پر ثانيه ٢ کيلو بيټه څخه يې موخه دا ده چي پر ثانيه ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى سي. په ياد مو وي چي ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي. MAN :- پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي. MAN چي د Metropolitan Area Network لنډيز دئ، په اصطلاح د يوه ښار د جغرافيايي حدودو په دننه کي د موجود نيټ ورک له پاره کارېږي. دا په عمومي ډول په يوه ښار کي موجود له يوه څخه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د تېز سرعت د اړيکو له لاري يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د سهولتونو له لاري ډېري مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي. عبارت دي له: DSL, T3, T1, ISDN څخه. ISDN چي د Integrated Services Digital Network لنډيز دئ پر دې سر بېره DSL چي د Digital Subscriber Line لنډيز دئ هم ورته وايي.
نيټ ورک او د هغه ذمه وارۍ کمپيوټر د ډاټا د ذمه وارۍ پر بنسټ نيټ ورک پر دوو برخو ويشي: Server او Client په سرور او کلاينټ کي يو کمپيوټر داسي وي چي نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کوي، دغه کمپيوټر د نورو په پرتله ډېر تېز وي، د ډاټا د ذخيره کولو ګنجايش يې هم زيات وي، او د امرونو په تر سره کولو پوره واکمن وي، دغه کمپيوټر ته Server ويل کېږي. په سرور او کلاينټ کي نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، کلاينټ څه نا څه امرونه تر سره کولاى سي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ دي. په کلاينټ او سرور نيټ ورک کي تر ډېره بريده Dedicated سرورونه موجود وي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار له پاره استعمالېږي، د بېلګې په ډول: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او داسي نور...
Peer to Peer نيټ ورک :- په پير ټو پير نيټ ورک کي سره تړلي ټول کمپيوټرونه اوږه په اوږه کار کوي، په عمومي ډول د هغوى سرعت، او د کمانډونو په تر سره کولو کي برابر دي، نو هر کمپيوټر ته پير ويلاى سو، په پير ټو پير نيټ ورک کي کوم Dedicated سرور نسته، هر کمپيوټر يو له بله غوښتني کولاى سي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبولاى سي. که چېري په نيټ ورک کي د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، نو پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که تر لسو يې شمېر زيات سي نو بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبولاى سي. | |
|
asif V.I.P Member
Posts : 53 Points - امتياز : 560 Thanked - ووټ : 5 Birthday : 1989-04-01 Join date : 2010-08-28 Age : 35 Location : PESHAWAR Job/hobbies : study
| Subject: Re: نيټ ورک څه ته وايي؟ Wed Sep 01, 2010 1:55 am | |
| manena wrora dir alaa ao dir malomathi | |
|
shah khan Senior Member
Posts : 124 Points - امتياز : 612 Thanked - ووټ : 9 Join date : 2010-01-23
| Subject: Re: نيټ ورک څه ته وايي؟ Sat Sep 04, 2010 11:06 pm | |
| | |
|
chandani Senior Member
Posts : 93 Points - امتياز : 189 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-02-08 Location : Kabul Job/hobbies : Talim Ul Quran and Internet
| Subject: Re: نيټ ورک څه ته وايي؟ Mon Sep 06, 2010 3:45 am | |
| | |
|
Sponsored content
| Subject: Re: نيټ ورک څه ته وايي؟ | |
| |
|