elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 دکمپيوټرتاريخ History of Computer

Go down 
2 posters
AuthorMessage
red_eyes
Graphic Designer
Graphic Designer
red_eyes


Posts : 119
Points - امتياز : 214
Thanked - ووټ : 7
Join date : 2010-02-13

دکمپيوټرتاريخ History of Computer Empty
PostSubject: دکمپيوټرتاريخ History of Computer   دکمپيوټرتاريخ History of Computer EmptySat Aug 28, 2010 4:33 am


د بشر يو له پخوانيو اړتياؤ څخه شمير او محاسبې ته اړتيا وه.له همدې کبله دډيرو پخوا زمانو راهيسې انسانانو هڅه کړې تر څو د شميرلو لپاره ښه وسايل او لارې چارې ومومي.
په لمړيو کې يې د خپل لاس په ګوتو شمير کاوه. له ميلاد څخه مخکې په شپږمه پيړۍ کې معداد Abacus(چې د چوټ په نامه هم ياديږي)د شميرلو اله د ګټې اخيستووړ وګرځيده چې حتی په ځينو ځايونو کې تر دې وروستيو کلونو پورې ترې ګټه اخيستل کېده.
د پاسکال((Blaise Pascalپه نامه يوه پيژندل شوي فرانسوي ساينس پوه په 1642زيږيز کال کې يو ماشين جوړ کړ چې د جمعې او تفريق چارې يې سرته رسولې.دا ماشين چې دجمع کونکي ماشين(Adding Machine)په نامه هم ياديده د څو څنګ په څنګ څر خونو لرونکې وه لمړی څرخ د يويز د رقم او پاتې نور څرخونه د لسو او نورو رقمونو ښودونکی ؤ.
پاسکال دا ماشين د پلار د مالياتي محاسبو د سرته رسولو لپاره چې دهغه دنده د مالياتو را ټولول او دهغه محاسبه وه منځ ته راؤړ.
له هغې وروسته د لايب نيز(Leibnitz 1686-1716 )په نامه يو بل الماني رياضي پوه يو محاسباتي ماشين جوړ کړ چې د جمعې او منفي پر چارو برسيره يې د ضرب او ويش د چارو په سرته رسولو هم لاس بری ؤ.دا ماشين په حقيقت کې د پاسکال د ماشين پراختيا موندلی ډول ؤ.
د بريتانيا د کايبريج پوهنتون استاد چارليز بابيج(Charles (Babbage په نولسمه زيږيزه پيړۍ کې يو ماشين ډيزاين کړ چې هغې ته لمړنی کمپيوټر ويلی شو دا ماشين د تفاضلي ماشين(Difference Engine) په نامه ياديده او دشمير لمړنۍ چاري يې سرته رسولي د کار ډول يې اليکترونيکي نه بلکې په ميخانيکي ډول ؤ بابيج له هغې وروسته د يوه داسې ماشين د منځ ته راوړلو په فکر کې شو چې په سملاسي توګه او د پروګرام په واسطه کار وکړي.
بابيج دا ماشين د تحليلي ماشين ( Analytical Machine ) په نامه ونوموه . بابيج پخپل وخت کې د تکنالوژۍ ،پيسو او نورو فني محدوديتونو له امله ونشو کړای چې د خپلې غوښتنې پر بنسټ دا ماشين عيار کړي.
تحليلي ماشين د لاندې پنځو ځانګړتياؤ په درلودلو سره د نن ورځې د کمپيوټر داساساتو بنسټ کېښود.
1:کمپيوټر ته د معلوماتو ( (Data د ننه ايستلو د وسايلو لرل.
2:د ساتلو دوسايلو لرل.
3:د شميرونکي يا پراسسور لرل.
4:د کنټرول د څانګې لرل.
5:د پايلو دښودلو لپاره د وسايلو لرل.
که څه هم تحليلي ماشين چې د هغې مفکوره بابيج وړاندې کړې وه د نن ورځې له کمپيوټرونو سره ورته والی درلود او دده فکرونو ته په کتو چې دده له زمانې څخه مخکې ؤ او همدارنګه د همغې زمانې د فني شونتياؤ د نه درلودلو له امله بابيج ونشو کړای چې دا ماشين په خپل وخت کې جوړ کړی مګر دده مفکورې د نن ورځې د کمپيوټرونو د جوړولو لپاره بنسټ وګرځيد نو ځکه بابيج د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بولي. له بابیج سره د تحليلي ماشين د پروګرام د منځ ته راوړلو لپاره د (Augusta (Adaپه نامه يوې انګليسي ښځې مرسته کوله نو که چېرې د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بابيچ وي نو Adaد کمپيوټر لمړۍ پروګرامره نومولی شو.په رښتيا سره چې د بابيچ مفکوره ددې ښځې کارونو هڅوله.د Adaد پروګرام ليکنې ژبه چې په 1979 کال کې معرفي شوه د همدې ښځې په نامه نومول شوې.د هرمان هالريټ(Herman Hollrith) په نامه د يوه امريکايې پوه د جدول بندۍ ماشين( Tabulating Machine ) هم د اهميت وړ دی. له دې ماشين څخه په کال 1890 کې دامريکا د سر شميرنې لپاره کار واخيستل شو او ددې پواسطه په کمه موده کې د سر شميرنې کار پای ته ورسيد. په کال 1896 کې هرمان هالريت د جدول بندۍ د ماشينونو شرکت منځ ته راوړ چې دا شرکت بيا په کال 1924 کې له څو نورو شرکتونو سره يوځای شو تر څو د IBM((International Business Machineشرکت منځ ته راغی.
د شمير ټول مخکې ياد شوي ماشينونه هغه ماشينونه ؤ چې په ميخانيکي ډول يې کار کاوه.
په شميريزو چارو کې له ميخانيکي چارو څخه ګټه اخيستل د لاندې نيمګړتياؤ لرونکی وو:
v د حجم زياتوالی
v د چارو سستوالی
v له ټوټو څخه د يوه په خرابوالي او يا ورستوالي سره په چارو نه ډاډمن توب
v په يوه ټاکلي حد کې د پرمختګ دريدنه
په کال 1946 کې د انياک((ENIAC(Electronic Numerical Integrator and Calculator )په نامه لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر د ددوو تنو هر يو ايکريت ( Eckert )او ماچلي(Mauchly) په واسطه جوړ شو.دا کمپيوټر چې ددوهمې نړيوالې جګړې پر مهال پرې کار شوی ؤ د نظامي موخو لپاره جوړ شوی ؤ.
د ENIACکمپيوټر د لاندې ځانګړتياؤ لرونکی ؤ:
v ددې کمپيوټر حجم ډير زيات ؤ حتی تر دې چې 1500 فوټ مربع په شاوخوا کې يې ساحه نيوله.
v دروندوالی يې 30 ټنو ته رسيده.
v له 1800 څخه زياتو خلا لرونکو لامپونو(Vacuum Tubes) څخه په کې کار اخيستل شوی ؤ.
v داچې دا ماشين اليکترونيکي ؤ نو د شمير له ميخانيکي ماشينونو څخه 200 ځلې چټک ؤ.
v د پرګرامونو دساتلو لپاره يې ساتنځی نه درلود او ټول پروګرام په يو ځايې توګه هغه ته ورکول کېده چې له همدې امله ددې کمپيوټر پروګرام کول ستونزمن ؤ.
همدې دوو تنو وکړای شوای چې په 1952 کال کې د EDVAC(Electronic Discrete Variable Automatic (Computerماشين ډيزاين کړي.چې دEDVACماشين د ساتنځي لرونکی ؤ او کولای شوای چې پخپل ساتنځي کې پروګرام ته ځای ورکړي.

Back to top Go down
Omer
Junior Member
Junior Member
avatar


Posts : 4
Points - امتياز : 507
Thanked - ووټ : 3
Join date : 2010-01-25

دکمپيوټرتاريخ History of Computer Empty
PostSubject: Re: دکمپيوټرتاريخ History of Computer   دکمپيوټرتاريخ History of Computer EmptySun Aug 29, 2010 9:18 pm

Great information about the history of computer thanks to share.best of luck
Back to top Go down
 
دکمپيوټرتاريخ History of Computer
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» History of Pashto

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: