shazia_rafiqi Senior Member
Posts : 272 Points - امتياز : 599 Thanked - ووټ : 11 Join date : 2010-01-24
| Subject: ازادي Thu Oct 21, 2010 5:31 am | |
| ازادي
کۀ تۀ مرې نو په تا نشته پابندي ازادي دې مبارک شه ازادي
په يو ملک کښې دېر ظالم وۀ حکومت اخر خلقو ترې نه وکړو بغاوت پکښې وشولو بسيار جنګ و جدل اخر دا چې حکومت ئې کړو بدل خوشحالي شوه خلقو جشن ونماځلو هر سړے به په خندا وۀ ګډېدلو چې د ظلم او د جبر موده لاړه په ظلمونو هم د جبر موده لاړه پس د دې به مونږ د ظلم نه ازاد يو په نعمت د ازادۍ باندې به ښاد يو وه راغلې په وطن باندې ښادي ازادي دې مبارک شه ازادي
په يو ځائے کښې وو راجمع درې کسان يو جولا وۀ، دوېم شپون او بل دهقان ګرفتار وۀ ډېر په ظلم او زخمت کښې په دوي ټېکس وۀ تير شوي حکومت کښې چې جوﻻ به دغه خپل کار چلولو نو يو تان به ئې حاکم له ورلېږلو په دهقان باندې يو من وۀ د غلې او په شپون باندې يو ګډ وۀ د رمې دغه درېواړه په دې بلا خوشحال وو چې خلاص شوي د ټېکسونو د جنجال وو دغې درې واړو کوله نن ښادي ازادي دې مبارک شه ازادي
چې ناڅاپه راښکاره شولو کوتوال وئيل ئې پاڅئ چې ذره نشئ اټال وئيل جولا ته ئې چې دوه تانه د کپړې او دهقانه تۀ دوه منه د غلې شپونه تۀ به راله دوه ګډوري راکړې د دې نوي حکومت ټېکس به ادا کړې دغه درې واړه حېران او پرېشان شول او کوتوال ته په فرياد او هۍ سوران شول کوتوال ووې دا خو ستاسو حکومت دے ډېر تعمير او ترقۍ ته ضرورت دے اوس مو خپله ده ښادي او ابادي ازادي دې مبارک شه ازادي
کوتوال ووې په خندا چې احمقانو د هاتي په غوږ کښې ودۀ يې نادانانو بدل شوے دلته صرف حکومت دے رعيت هم هغه شانې رعيت دے بدنصيبه رعيت به هغه شان وي حکومت د صدارت کۀ د سلطان وي تخت هم هغه وي څهرې ورته بدلېږي جسم هغه وي جامې ورته بدلېږي تۀ منږک يې اے منږکه خاورې کنه ستا نصيب دے صرف خاورې کنستنه تۀ به چورلے بس په شان د برندي ازادي دې مبارک شه ازادي
حکومت کۀ د وزير کۀ د باچا وي رعيت به دغه رنګې په ژړا وي په دې څۀ کۀ ټټو لاړ شي راشي خر رعيت به همېشه ګرځي نهر ازادي، جمهوريت او بادشاهت تش نومونه دي د يو رنګې حالت حکومت کۀ د چا تور وي کۀ د سپين وي د اولس زړګے به هر وخت پکښې شين وي کۀ واړۀ دي او کۀ لوئي چې حاکمان دي د اولس دپاره يو رنګ شرمخان دي د خوارانو همېشه وي بربادي ازادي دې مبارک شه ازادي | |
|
shahinsha Senior Member
Posts : 106 Points - امتياز : 166 Thanked - ووټ : 2 Join date : 2010-01-31
| Subject: Re: ازادي Sun Oct 24, 2010 5:45 am | |
| wah wah ji monga te khabar hum na you aw mazahia shaher forum hum joor shahe dai deer ala deera allla | |
|