elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير

Go down 
AuthorMessage
aryaankhan
Senior Member
Senior Member
aryaankhan


Posts : 91
Points - امتياز : 206
Thanked - ووټ : 5
Join date : 2010-07-04

د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير Empty
PostSubject: د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير   د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير EmptyWed Oct 27, 2010 4:12 am

ګومان کوم چې تاسې به د NTFS فايل سيسټم سره په بشپړه توګه اشنايي نه لرئ، کېدى شي تاسې ځينې وخت د FAT فايل سيسټم کارونې او يا ځينې وخت د NTFS فايل سيسټم کارونې په باره اورېدلي وي.
پدې ليکنه کې به د دې دوو سيسټمونو تر منځ توپيرونه او د هغوى څخه د ګټې اخيستنې په کړنلارو خبرې وکړو:

FAT فايل سيسټم څه شى دى؟
نوموړى فايل سيسټم له File Allocation Table څخه اخيستل شوى چې د (فايل جدول شوې برخه) مانا لري، دا سيسټم په 1981م کال منځ ته راغى، دا سيسټم د کمپيوټر په نړۍ کې ډېر پخوانى او کارېدلى سيسټم شمېرل کېږي ځکه چې په ډېرو کارکوونکو سيسټمونو (Operating Systems) لکه Windows NT، Windows 98، MacOS او ځينو نورو سيسټمونو لکه UNIX کې هم FAT فايل سيسټم په کار وړل کېږي.

NTFS فايل سيسټم څه شى دى؟
مايکروسافټ کمپنۍ دا (New Technology File System) د دې لپاره جوړ کړ چې FAT فايل سيسټم ځينې کمزورتياوې لرلې او هغه دا چې د غلطيو، نا امنيو او داسې نورو ناسميو کچه يې مخ پر لوړېدو وه.
اوس چې تاسې د نوموړو فايل سيسټمونو په اړه لږ وپوهېدئ، راځئ چې د نوموړو فايل سيسټمونو انډول په پراخه توګه وڅېړو:
له دې مخکې چې تاسې هوډ وکړئ چې کوم فايل سيسټم په Partition کې وکاروئ، تاسو بايد د دوى برابرښت او تناسب والي ته فکر وکړئ. که چېرې تاسې د دوو يا څو کارکوونکي سيسټمونو (Operating Systems) فعاليت په يو Partition کې وغواړئ، نو تاسې بايد داسې فايل سيسټم وکاروئ چې ټول کارکوونکي سيسټمونه يې وچلوي. اکثره وخت دا موضوع FAT فايل سيسټم حلوي، ځکه چې پدې سيسټم کې عمومي برابرښت شتون لري، يوازې Windows NT د هغې Partition نه چې په NTFS فايل سيسټم Format شوى وي، ملاتړ کوي. مګر دا په ياد ولرئ چې نوموړې موضوع يوازې په محلي کمپيوټرونو (Local PCs) کې د منلو وړ ده. د بېلګې په توګه، که چېرې Windows NT او Windows 98 په يوه کمپيوټر کې چلېږي، او دواړه کارکوونکي سيسټمونه (Windows NT & 98) په يوه Partition کې ځاى ولري، نو تاسې بايد Partition په FAT فايل سيسټم Format کړئ. مګر که Windows NT يوازې هغه کارکوونکى سيسټم وي چې په داسې کمپيوټر چلېږي چې هغه د نورو کمپيوټرونو سره په ليکه (Network) وي، پدې صورت کې هغه کمپيوټرونه چې له دې کمپيوټر سره په ليکه کې دي، که له Windows NT پرته بل کارکوونکى سيسټم وکاروي نو نوموړى Partition چې البته په NTFS فايل سيسټم Format شوى د ليکه کولو (Networking) په واسطه په ليکه شوو کمپيوټرونو کې د کارونې وړ دى. [You must be registered and logged in to see this image.]
د يادونې وړ بل شى چې هغه د Partition يا Volume له اندازې (Volume Size) څخه عبارت دى. FAT فايل سيسټم يوازې تر 2 GB پورې د Partition اندازه په غاړه اخيستلى شي، که چېرې د Partition اندازه له 2 GB زياته وي، تاسې بايد Partition په NTFS فايل سيسټم Format کړئ. دا بايد په ياد ولرئ چې NTFS فايل سيسټم ډېر په سر کې دى نظر FAT فايل سيسټم ته. که چېرې د Partition اندازه له 200 MB کمه وي، تاسې کولى شئ چې په FAT فايل سيسټم يې Format کړئ ځکه چې نظر NTFS فايل سيسټم ته د زيات Disk Space له بايللو څخه وساتل شي. د NTFS فايل سيسټم Partition لپاره منځنۍ اندازه 16 EB ده. (EB د ExaBytes نه اخيستل شوى، چې يو EB له 264 Bytes سره يا له 1024 TB (TeraBytes) سره مساوي کېږي.)
NTFS فايل سيسټم نظر FAT فايل سيسټم ته د ناسميو د ګاللو ښې اسانتياوې په خپل ځان کې لري. د بېلګې په ډول، کله چې NTFS فايل سيسټم په HDD کې د يو فايل په ليکنه (په فايل کې) کې بدلون راولي، نو نوموړى سيسټم د دې بدلون يوه ذخيره په يو بل فايل (Log File) کې ساتي. د HDD د ناسميو د رامنځته کېدو په وخت کې Windows NT کولى شي چې له نوموړي ذخيره شوي فايل څخه کار واخلي او ستاسې معلومات (Data) بيا ترميم کړي.
همدارنګه NTFS فايل سيسټم په ځانکاري (اتومات) ډول، پرته له دې چې کوم پيغام (Message) وښيي، د HDD د ناسميو ترميم کوي. په همدې ډول نوموړى فايل سيسټم چې کله يو فايل په Partition کې جوړوي، د نوموړي فايل يوه کاپي په خپل ځان (Memory) کې ساتي، بيا يې دويم ځل له نوموړي فايل سره ګوري تر څو د نوموړي فايل سره يې په انډول ډاډه شي. که چېرته کاپي د فايل سره نا انډوله وي، نو Windows NT د HDD هغه برخه چې نا انډوله کاپي په کې ثبت ده، بيا يې د دويم ځل لپاره نه کاروي، وروسته نوموړې کاپي د HDD يوې بلې برخې کې ليکي (جوړوي).
FAT فايل سيسټم هېڅ يو د نوموړو ساتندويه بڼو څخه په خپل ځان کې نه لري. کله چې نوموړى فايل سيسټم وغواړي چې په دويم ځل د يو فايل کاپي جوړه کړي نو لومړنۍ کاپي (چې مخکې جوړه شوې) خرابوي او له منځه يې وړي، دا په ځانکاري ډول د ناسميو د جوړولو وس او توان نه لري. پس د دې ناسميو د جوړولو لپاره يو جوړونکي لکه Scandisk ته اړتيا پيدا کېږي. د NTFS فايل سيسټم يوه بله ګټه دا ده چې د فايل د متراکم کولو (File Compression) خاصيت په خپل ځان کې لري.
کله چې تاسې په HDD کې د بېلګې په توګه د 3 GB په اندازه Partition جوړ کړئ، نوموړى Partition له کلسټرونو (Clusters) څخه جوړ شوى چې بيا نوموړي کلسټرونه له سکټورونو (Sectors) څخه جوړ شوي دي، کېدى شي نوموړى Partition له 3000 کلسټرونو څخه او کېدى شي چې نوموړى د 1 MB په اندازه کلسټر له څو سکټورونو څخه جوړ شوى وي، که چېرته موږ وغواړو چې په نوموړي Partition کې د 3 MB په اندازه فايل ثبت کړو نو معلومه خبره ده چې پوره درې کلسټره ځاى به په Partition کې ونيسي، مګر که چېرته د 4 MB په اندازه فايل په نوموړي Partition کې ثبت کړو نو ښکاره ده چې له درې کلسټرو پرته د څلورم کلسټر 1 MB ځاى به هم ونيسي، يانې که چېرته موږ بل فايل ثبتول وغواړو نو هغه کلسټر چې 1 MB ځاى يې د لومړني فايل پواسطه نيول شوى، بيا پکې د ثبتولو امکانات نه ليدل کېږي، سره له دې چې په نوموړي کلسټر کې د 3 MB په اندازه تش ځاى شتون لري چې بې کاره او تش پاتې کېږي ځکه د دويم فايل ثبتول د Partition بل کلسټر رانغاړي. په ترتيب سره ډېرې داسې بېلګې منځ ته راتلى شي چې ډېر زيات Disk Space بې کاره او تش پاتې شي او د Partition د ډکېدو سبب وګرځي. [You must be registered and logged in to see this image.]
د ويل شوې بېلګې څخه داسې نتيجه اخلو چې، که نوموړى Partition په FAT فايل سيسټم Format شوى وي، د کلسټرونو شمېر به يې کم او اندازې به يې ډېرې وي چې پدې فايل سيسټم کې ډېر زيات Disk Space په Partition کې تش پاتې کېږي او که چېرې نوموړى Partition په NTFS فايل سيسټم Format شوى وي نو د کلسټرونو شمېر به يې زيات او اندازې به يې کمې وي چې پدې فايل سيسټم کې د زيات Disk Space د تش پاتې کېدو مخه په Partition کې نيول کېږي او په تېزۍ سره د Partition د ډکېدو مخه هم نيول کېږي. ځکه چې څومره کلسټرونه کم او اندازې يې کمې وي، هومره په کلسټرونو کې ځاى تش نه پاتې کېږي، که پاتې هم شي، دومره زيات نه وي لکه څومره چې په FAT فايل سيسټم کې رامنځ ته کېږي. بله دا چې نظر FAT فايل سيسټم ته NTFS فايل سيسټم باندې Format شوي Partition باندې چليز سيسټم (Operating System) ډېر ښه او تېز چلېږي.
لنډه دا چې NTFS فايل سيسټم ډېرې اسانتياوې منځته راوړي، که FAT فايل سيسټم په NTFS فايل سيسټم بدلول غواړئ او يا که چېرې يو داسې Partition په NTFS فايل سيسټم تبديلول غواړئ چې پکې ستاسې Data پرته وي، نو په ډېره اسانه توګه يې تبديلولى شي. د Ms. DOS کړکۍ خلاصه کړئ او لاندې کمانډ ټايپ کړئ: Convert drive_letter /fs:ntfs
د بېلګې په توګه: Convert D: /fs:ntfs به D: په NTFS فايل سيسټم Format کړي
Back to top Go down
 
د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» NTFS فايل سيسټم څه شى دى؟
»  NTFS فايل سيسټم
» FAT فايل سيسټم څه شى دى؟

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: