elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې 2008-05-26

Go down 
AuthorMessage
aryaankhan
Senior Member
Senior Member
aryaankhan


Posts : 91
Points - امتياز : 206
Thanked - ووټ : 5
Join date : 2010-07-04

په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې  2008-05-26  Empty
PostSubject: په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې 2008-05-26    په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې  2008-05-26  EmptyWed Oct 27, 2010 4:13 am

داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟
په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم.
د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټرScan کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي:

۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي:
ددې لپاره ویروس خپل ځانReplicate (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وارReplication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ.
۲- د هارډسک Activity LED بې له کوم سببه پړکیدل:
ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د
Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو.
ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.


۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ(Slow ) کیږي:
که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.
۴- بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل:
په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
۵- ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang):
ډیر هغه پوستکا لي چې دBags لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
Back to top Go down
 
په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې 2008-05-26
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» د کمپیوټر د هنگ شوو پروگرامونو تړل
» د کمپیوټر ډولونه

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: