aryaankhan Senior Member
Posts : 91 Points - امتياز : 206 Thanked - ووټ : 5 Join date : 2010-07-04
| Subject: پښتو متلونه یا د اولنو خبري Wed Oct 27, 2010 4:17 am | |
| الف : ـ ابا اوبو يو وړ ، ويل ابا څه کوې چه غاړي غرونه ئې يو وړه . ـ ابا مه ګوری ، خورجين ئې ګوری . ـ اټنه وران سې چه امرالدين دي نارې کوي . ـ اختر پټ مېړه نه دی . ـ آخير عمر د خوارۍ دی . ـ ادب له بې ادبه زده کيږي . ـ ادب له زخمه اخيستل کيږي . ـ آدم خان دي په خيال ګوروان درغلی دی . ـ ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته . ـ ارمان چي وروستی عقل لومړی وای . ـ آره آره يوم پر غاړه . ـ اړه په اړه خلاصيږي . ـ ازمويلی څوک نه ازمويی . ـ ازميښت اول په کال وتلين و ، اوس دم په دمه دی . ( تلين دسالګری په معنی دی ) ـ آسان ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې . ـ آسمان ليري ، ځمکه سخته . ـ آسمان چي ټيټيږي ، دومره نه اوريږي . ـ آسمان چي وريځي ښوروي باران به وکي ، کونډه چي سترګي توروي مېړه به وکي . ـ آس ششنی ، خر رايي ، عاتره نوري بلاوي وايي . ـ آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی . ـ آس ئې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه . ـ آس ئې په سوو ګټي ، مړونه ئې په خولو ګټي . ـ آس دبله ، غمچينه د ځنګله چي دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي . ـ اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه وينی مه بله . ـ اشه اشه بابا اشه ، قاضي غلام غوندي مريی لرې . ـ اصيل په ګدله کي ، کم اصل په ګزبره کي . ـ اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت . ـ اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري . ـ اصيل خوري نه خاوري کيږي . ـ اصيل کوټور ، کم اصل څپړور. ـ اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي . ـ اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی . ـ اصيل نه ورکيږي . ـ اصيل بې بها وي ، کم اصل بې بها وي . ـ آغا کور نسته د بي بي څخه بېره نسته . ـ الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خوله د ملا عثمان غواړي . ـ اګر و اګر سره ورته دي . ـ امانت مځکه نه خيانتو ي. ـ آموخته خور بلا خور . ـ آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور . ـ امير ئې ورکوي ، شېخ مير ئې نه ورکوي . ـ انا مړه سول ـ تبه ئې وشلېده . ـ انسان تابع د احسان دي . ـ انسان تر کاڼي سخت تر ګل نازک دی . ـ انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي . ـ اوبو اخيستی زګ ته لاس اچوي . ـ اوبه په ډانګ نه بېليږي . ـ اوبه چي تر سر تېري سي څه يو نيزه څه دوې . ـ اوبه چي تر غاړ ي ورسيږي ، زوی تر پښو لاندي کيږي . ـ اوبه په کمزوري ورخ ماتيږي . ـ اوبه د سر دپاله خړيږي . ـ اورته خپل او پردی يو دی . ـ اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟ . ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکښي يو لپه ده . ـ اور له خپلي لمني بليږي . ـ اور او اوبه نه سره يوځای کيږي . ـ اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي . ـ اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟ . ـ اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی . ـ اوړه ئې د ميچني ، زامن ئې د چخني . ـ اوړه ئې يوـت نشته شل ئې تنورنه دي . ـ اوسپنه په اوسپنه ماتيږي ږ ـ اوس دي ويښی کړې چي د ماشو پر وړ دي وخوړ . ـ اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چي بې پرسي ده . ـ اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي . ـ اوښ په غلبېل نه دريږي . ٦٧ـ اوښ په خپلو متيازو کي ګوډيږي . ـ اوښ په سر باری نه درنيږي . ـ اوښ تر پله لاندي نه سي پوټېدلای . ـ اوښ ته ئې ويل الغبندي وکه ، ده ويل په کمو لاسو . ـ اوښه ، هر څه دي بې هوښه . ـ اوښ ته ئې ويل! لوړ دي خوښ دي که ځوړ ؟ ده ويل دريم ئې هم بد دی چي خټي دي . ـ اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ، ده جړونګان له بېخه وکښه . ـ اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کم ځای مي سم دی . ـ اوښ دي اوسار کئ نو دي پلار کئ ـ اوښ چي ئې نته کی نو ئې اور ته کی . ـ اوښ چي لوي بار وړي خوارک ئې ځوز دی. ـ اوګره په تلوار نه سړيږي . ـ اوګره ځيني توې سوله ، ويل په نصيب مي نه وه . ـ اول اتام پسې کلام . ـ اول ځان پسې جهان . ـ اول حق د ګاونډي دی . ـ اول زده کړه ، بيا کوزده کړه . ـ اول سلام پسې کلام . ـ اول کوه احتياط ، اوستری مه کوه پسات . ـ اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده . ـ اول مي نه خوړی هزارسلاخي ، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخي يو ډول ډوډۍ ده چي وېشلې هم بولي ) ـ ايلچي ته نه بند شته نه زندان
ـ اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي . ـ اختر څۀ پټ مېړۀ نه دی چې تېر به شي . ـ اول ځان پسې جهان . ـ اوبۀ پۀ ډانګ نه بېلېږي . ـ ازمويلی بيا مه ازمويه . ـ اوښ ليدلی ، نه ليولی . ـ انسان له ختا سره ملګری دی . ـ اور ته خپل او پردی يو دی . ـ اول زده کړه ،بيا کوزده کړه ـ اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي . ـ اور ته راغلی د کور څښتن شو .
ب: ـ بابا حلاله ، پوخۍ مه حلاله . ـ بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و . ـ بابا ګيلې کوي ، ادې پېرې کوي . ـ پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس ئې رسيږي . ـ پاچهي پاچهانو لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره . ـ باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړي يو وړه . ـ بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل . ـ بار ئې په شا نه شو وړای ، يو لرګی ئې بل پر کښييود. ـ باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري . ـ باغ که خراپوې ، الو پکښي ږده . ـ باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي . ـ بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر . ـ بخت چي کوټه سي پاچهان ټکري خوري . ـ بخت په ټنده دی نه په منډه . ـ بد بانجڼ افت نه لري . ـ بد په بلا اخته ښه دی . ـ بد په سلام نه ورکيږي . ـ بد تربور په بد ځای کي په کاريږي . ـ بد مه راسره کوه ښه دي نه غواړمه . ـ بد مه کوه بد به نه وينې ! ـ بده ماندينه تنګه موچڼه ده . ـ بدی چي نه کړای بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري . ـ برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري . ـ برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي . ـ برخي وېشه مړونه ګوره . ـ بزه په خپل ښکر نه درنيږي . ـ بشره د انسان خوی د شيطان . ـ بلا بيده ښه وي نه ويښه . ـ بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي . ـ بلا پر بلا واوښته . بلا يو څه لاندي واوښته . ـ بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې . ـ بلخه بې تميزه ، لالی راغی بې کميسه . ـ بللي خور ولي . ـ بل من چپه شو . ـ بنده اريان خدای پر مهربان . ـ بنده راسه د خدای خپل سه ، لکه پر ځان داسي پر بل سه . ـ بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي . ـ بنده ليري موښلولې ، مرګ لار ورته نيولې . ـ بنده و خپل عمل . ـ بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه . ـ بوچ د اختر خلاص دی . ـ بې دولتي د نفغقه خيژي . ـ بيده بل بيده نسي ويښولای . ـ بې زحمته راحت نشته ـ بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه . ـ بيزی په بد راضي . ـ بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ . ـ بيعقل ته ئې ويل چي ونه دي په کونه کي شنه سول ، ده ويل ښه دی تر سيوري لاندي بې ناست يم ـ بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان . ـ بې ګودره کي ګيډيږي ، خود بې سين وړي . ـ بې ما دي شل نه کړه
ـ بې چرګه به هم سباشي . ـ بازخانه له بازه نه خالي کېږي . ـ بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وي . ـ بې قامه مقام نسته . ـ بې وسي دؤسي نه ده . ـ بخت يا پۀ کمڅۍ دی يا پۀ کوټۍ . ـ برج مې جوړاوۀ ، را څه کدانه سوه . ـ بې زحمته راحت نسته .
| |
|