elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 د انټرنټ )نړيوال جال( لنډه تاريخچه WWW

Go down 
AuthorMessage
spiderkhan
Junior Member
Junior Member
spiderkhan


Posts : 24
Points - امتياز : 74
Thanked - ووټ : 1
Join date : 2010-10-06

د انټرنټ )نړيوال جال( لنډه تاريخچه WWW Empty
PostSubject: د انټرنټ )نړيوال جال( لنډه تاريخچه WWW   د انټرنټ )نړيوال جال( لنډه تاريخچه WWW EmptyWed Oct 27, 2010 4:30 am

د انټرنټ تاريخچه د امريکا د دفاع په وزارت کې په ١٩٦٠ لسيزه کې پيل شوه، دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل شوې وه. لويديز چې د هغو په ســر کې امريکا وه ډير کوښښ کاوه چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوی هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه شـــو کولای.


د امريکا د دفاع وزارت ډير څيړونکي پدې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکتيايي سيستم (Communication system) جوړ کړي چې د اتوم بم د بريد په دفاع کې ترې کار واخستل شي. ډيرو وتلو څيړونکو انستيتوتونو او پوهــنتونونه ته چې په ســر کې راند RAND او ميل MILوو ،ته دا کار ورکړل شو تر څو داسې يو د ډيټا جال (Data Net) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه.


په ١٩٦٤ ع کال کې پاول بيرن چې په راند کې يې کار کاوه په دې بريالی شو چی داسې يوه قاعده (Method) جوړه کړي چې ډيټا په هماغه موجودو ټيلې نټ کې له يوه ځايه بل ځای ته وليږدوي او خپلې دې نظر ته يې د پکېټ سويچنګ Packet switching نوم ورکړ. دې عمليې به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکې هغه لاره باندې چې دا معلومات (data)
به ليږدول کــيده له اوله يې چا وړاندويــنه نه شــوای کولای. تل داسې په
لسګونو لارې وې چی دا ليږدونکي معلومات ليږدول کيدی شي مطلب دا چی د الف
څخه تر بې پورې يو څه په لسګونو لارو تللای شي.



ارپانټ ARPANet:


د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نوو معلوماتو د شته والي له په پام کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ شــو. دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدای شو چې د بل لوري د اتوم بم هدف ګرځيدلی وي. د دې جال هرې برخې يو شان ړومبيتوب درلود، او بايد داسې جوړ شوی وای چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نو، نور جال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي. دا
يو ايکسپرمنټل جال و چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څيړونکي چې د دفاع د
وزارت له پاره کار کوي يو له بله ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې ددې هدف
له پاره کار کاوه يو د بل سره معلومات ليږلي او اخستلی شي،
خو دا جال ډير ژر د يو بريښنايي (الکټرونيکی) پوست په لور و څرخــيد، او د
خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. له دې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه
پوهــنتونونو ، ملکي څيړونکو انستيتوتونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او
کارولو اجازه ورکړل شــوه. د دی څخه وروســته ځينو اروپايي هيوادونو چې د
امريکا دولت ته نږدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړل شـــوه.



انټرنټ او د هغه پراخـــيدل:


په ١٩٧٠
ع لســـيزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره خـــپور شــو.ډير داسې خدماتي
کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د
زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ شـــو. هغه عسکري برخه د دی جال د کومې
له پاره چې دا ټول کار پيل شــوی وه د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې
وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټ
NSFNET ) څخه جلا شــوه او د ميل MIL نټ په نامــه و نومول شــوه. د امريکا ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET ) د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخست.


په ١٩٨٠ ع لسيزه کې د ارپانټ ARPANet د ماډل څخه دکارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ شو. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځای شو او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ شو. دوه کاله وروسته په ١٩٩١ع کال کی دا جال (انټرنټ) د عامو خلکو د کارولو له پاره پرانستل شـــو. د اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته چی د عامو خلکو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د عسکری کړو وړو لــه پاره کارول کيږي.


د انټرنټ تجارتی کول:


اين اس ايف نټ NSFNET او
نورو سيمه ايزو انټرنټ برابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چی ډير سخت
وه يانی څه شي يو سړی کولای شوه پدي مزو کی وليږدوی او په ځــينو وخــتونو
کی دا هم بايد معلوم شوی وای چې څوک يې چاته څه ليږدوي. په لومړيو وخــتونو کې يوازې
د هغه ترافيک په باره کی خبری وی کومی چی غير تجارتی وی. د وخت د تيريد
سره انټرنټ کې د عامو خلکو د کارولو له پاره هم په کار پيل وشو چی دوی ته
هم بايد دا حق ورکړای شي چې د دې نوی ټيکنالوژی څخه
کار واخلي، نو همدا وه چی انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی شو
او دوې هم د انټرنټ پوری ځان ونښلو.



نن ورځ تقـــريبا تجارتی څانګې د FoU برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازی ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدای نه شی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريبا د نــړی ټول هغه د انټرنټ برابروکونکي چی نن ورځ موجود دی سره نښلوی.


اداره او ملکيت:


ډير خلک کــيدای شي په دې فکـــر کې وي چې د انټرنټ خاوند به څوک وي؟ او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟ په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنټ خاوند نه دی او نه داسی څوک شـــته چې ټول مسـوليت يې په غاړه ولــري.


هـــو: داسی کسان او يا ادارې شــــته چې د انټرنټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت په
غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې
فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې کيـږدي تر څو په نورو ځايونو کې
يې خلک و کتلای او کارولای شي.



د انټرنټ برابروکونکی يا Internet provider اکثره وخت خپل infrastructure
لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ
برابروکوونکي د انټرنټ د يوی برخی خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت
په غاړه لري.

دلته ډيرو خـــبرو او معلوماتو ورکولو ته اړتيا نه ګورم خو غواړم په راتلونکې ګـــڼه کې نور په زړه پوري معلومات درکړم
Back to top Go down
 
د انټرنټ )نړيوال جال( لنډه تاريخچه WWW
Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Internet انټر نیټ-
Jump to: