spiderkhan Junior Member
Posts : 24 Points - امتياز : 74 Thanked - ووټ : 1 Join date : 2010-10-06
| Subject: صالحيت او صلاحيت Wed Oct 27, 2010 4:53 am | |
| صالحيت او صلاحيت
درنو خويندو او وروڼو!
ستاسې مهمه دنده دا ده چې علمي صلاحيت او اسلامي صالحيت سره يو ځاى كړى، كه چيرې تاسې پدې كار وتوانيدلى نو پوه شى چې راتلونكې ستاسې ده. په قران كريم كې د يوسف عليه السلام كيسه په غور سره ولولئ، د مصر د هغه وخت تهذيب د اوسنى امريكا او اروپا له تهذيب سره هيڅ توپير نه درلود، خو په يوازې تن يوه زلمي د هغه د ټولو بيلاريو سره مقابله وكړه ، د هغه لمسون ته يې لغته وركړه او د خپل كردار او اخلاقو لوړتيا يې تر هغه روڼ آندې ميرمنې پورې په ټولو ومنله چې د عيش او عشرت د بلنې لپاره يې هغه ته غيږه پرانيستې وه، هغه ته عادي ښځې لاس نه وو اوږد كړى بلكه د مصر د پاچا ښځې ترينه داسې غوښتنه كړې وه چې هر نفس هغه ته ليواله دى خو دغه سپيڅلي انسان د نفس په ټولو غوښتنو پښه كيښوده او د هغه خوندونو پر ځاى يې زندان ته مخه كړه. نه يوازې دا، بلكه په زندان كې يې هم د درواغو د خدايانو د ترديد او د كايناتو د خالق د توحيد ابلاغ وكړ.
بالاخره دغه ځوان په هغه ټولنه كې چې كاملا پكې پردى وو يوازې د دوو ځانګړتياوو په درلودلو سره ډير لوړ مقام ته ورسيد او حكومت ته يې وويل:”د ځمكې خزانې ما ته حواله كړئ.” حکومت پداسې سختو شرايطو كې چې وچكالي را روانه وه او بايد يوه پوه او صادق سړي ته يې دا دنده سپارلې واى، وليدل چې په دومره لويه پاچاهۍ كې له هغه عليه السلام څخه بل وړ انسان نشته نو يې په ورين تندي هغه ته دا دنده وسپارله ، بل مهم درس چې لدې كيسې نه اخيستل كيږي دا دى چې يوسف عليه السلام په خپله دنده كې درغلي او لټي ونكړه بلكه په ښه توګه يې هغه ستر مسئوليت ادا كړ. اوس به تاسې ته څرګنده شوې وي چې د يوسف عليه السلام دغه دوه ستر خصلتونه وړتيا او تقوا ول.
درنو وروڼو او قدرمنو خويندو!
په پوهنتونونو كې روانه وضعه او حالت ستاسې په مخ كې دى چې ځوانان په څومره چټكتيا سره د بې دينۍ په لور روان دي، پردى كلتور خپلوي، په اخلاقي فساد كې اخته كيږي، بې حيايۍ ته روڼ آندي او فيشن ته ترقي ويل كيږي، نو په دغه ډول حالت كې زمونږ او ستاسې وجيبه او فريضه ده چې په خپله هم مسلمان او دينداره پاتې شو او نور هم دينې التزاماتو او شعايرو ته راوبولو.
خو دغه كار ستونزې لري او د فرد له توان نه پوره ندي، بلكې منظمو او ټولنيزو هڅو ته اړتيا لري، نو ځكه ضرورت دى چې لاس سره يو كړو، هڅې سره شريكې كړو او په ګډه سره له يوې خوا خپل علمي رسالت او له بله پلوه دينې مكلفيت په سمه توګه ادا كړو.
ناهیلي كيږئ مه!
درنو ځوانانو! د يو فكر بريا په څلورو څيزونو پورې تړلې ده چې هغه ټينګ ايمان، پوره اخلاص، سپيڅلى احساس او فداكارى ده چې دا ټول صفات يوازې په ځوانانو كې موندل كيږي. له همدې امله ځوانان تل د ملتونو د قيام او خوځښت په سر كې وي.
ځوانانو هيڅكله ناهيلي كيږي مه،ځكه د مومنانو په فرهنګ كې نا اميدي ځاى نلري،پوه شى چې ننني حقايق پرونۍ هيلې او نننۍ هيلې به د سبا ورځې حقايق دي، لا پوره وخت په مخكې لرى او لا تر اوسه مو د خپلو مؤمن ولس په نفس كې د فساد له څپو سره سره د قوت او ځواك توكي او عناصر شته. كمزورى به تر ابده كمزورى نه وي او د ځواكمن قوت به د تل لپاره نه وي،الله جل جلاله فرمايي: ( موږ اراده كړې چې د ځمكې پر ضعيفانو باندې منت وكړو او هغوى د بشريت پيشوايان او د ځمكې وارثان وګرځوو)
زر ده چې زمانه سترې پيښې وزيږوي او فرصتونه به سترې كارنامې را منځ ته كړي،نړۍ ستاسې دعوت ته سترګې په لار ده ، د هدايت او لارښونې دعوت ته، د امن او سولې دعوت ته، څو يې له ورسره مخ ناورين نه وژغورئ. اوس د ملتونو د قيادت نوبت ستاسو دى،(موږ دا ورځې د خلكو په منځ كې لاس په لاس كوو ) او( تاسې الله ته هغه هيلې او اميدونه لرى چې هغوى يې نلري) آل عمران
| |
|