elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 موږ څوك يو

Go down 
2 posters
AuthorMessage
spiderkhan
Junior Member
Junior Member
spiderkhan


Posts : 24
Points - امتياز : 74
Thanked - ووټ : 1
Join date : 2010-10-06

موږ څوك يو Empty
PostSubject: موږ څوك يو   موږ څوك يو EmptyWed Oct 27, 2010 4:54 am

موږ څوك يو؟

جمعيت اصلاح څه نوى نوم ندى او تاسې به ډير ځله د هغه د دينې فعاليتونو په هكله اوريدلي وي او په هغې كې به مو ګډون كړى وي، جمعيت اصلاح د هيواد د اصيلو بچيانو څخه جوړ شوى يو تربيتي، اصلاحي، ديني، آزاد او غير دولتي جريان دى چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې د اسلام د اصيل فهم د خپراوي، له غير اسلامي افكارو سره د مبارزې او د اسلامي فرهنګ او افغاني ارزښتونو د ودې او پياوړتيا لپاره كار كوي.جمعيت اصلاح په ټولنه کې د ايمان او ايماني مفاهيمو د را ژوندي کولو، پياوړتيا او خپراوي لپاره ستاسې د لوړو هيلو او پاکو ارمانونو کور او سنګر دى، چې په ګډه سره به د ايمان او ايماني مفاهيمو په برکت خپل مسلمان ملت له روان بحران څخه باسو.جمعيت اصلاح د داسې يو مسلمان نسل د روزلو په تكل كې دى چې له فكري، اعتقادي او عملي پلوه د اسلام د پلي كولو او نورو ته د هغې د وسولو په لار كې هوډ من وي.

له رسول الله څخه يې زده كړو:

دلته د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د تلاش او جديت يوازې يوه بيلګه يادوو. په هغو ورځو كې چې په مكه مكرمه كې ټول مشركين د هغه صلى الله عليه وسلم د دعوت په وړاندې ودريدل او د هغه يوازيني ملاتړ كوونكي، ابوطالب هم له ده څخه د خپل كار د پريښودو غوښتنه وكړه نو پوهيږئ چې هغه څه وكړل؟ هغه په پوره جديت او قاطعيت سره ځواب وركړ: “اې تره! په الله قسم كه لمر په ښي او سپوږمۍ په كيڼ لاس كې راكړي تر څو زه له خپل دعوت څخه لاس واخلم، نو زه به هيڅكله هم دا كار ونه كړم تر هغه چې الله تعالى هغه څرګند كړي او يا دا چې زه پدې لاره كې ووژل شم.” دا کوم همت وو….؟ دا هغه پيغمبر دى چې الله جل جلاله زمونږ لپاره اسوه، قدوه او رهبر ټاكلى دى

نو راځئ د همت مټې را بډ وهئ او د خپل تير برم د را ژوندي كولو لپاره هوډ وكړئ.

الله ستاسې سره دى او راتلونكې ستاسې ده . ان شا‌ء الله

ګرانه وروره او درنې خورې!

په پاى كې دغه ټكي په دقت سره ولوله او عمل پرې وكړه

1. ځان ته په ژوند كې كوچنى هدف مه ټاكه، بلكې كوښښ وكړه چې ستا موخه د الله تعالى د رضا لاس ته راوړل وي ، كه چيرې د تحصيل نه ستا موخه د الله تعالى رضا وي نو له يوې خوا به ستا د تحصيل هره شيبه الله تعالى په عبادت كې شميرې او له بله پلوه به الله ستاسې دنیوی ژوند هم ښه کړی ځکه د ټولو مادي نعمتونو خزانې هم د الله په لاس كې دي.

2. د زړه له تل نه دا پريكړه وكړه چې اسلام او اسلامي شعايرو ته به كلك التزام كوې، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: يو له هغو اوو ډلو څخه چې د قيامت په سخته او ګرمه ورځ به د عرش تر سيوري لاندې ولاړ وي ، هغه ځوان دى چې د الله په عبادت كې را لوى شوى وي.

3. متوجه اوسه چې د تعصب او نشنليزم په فتنه كې ګير نشې ځكه دا د دښمن لوى دام دى او له همدې لارې غواړې زمونږ مسلمان امت په كوچنيو ډلو وويشي او بيا يو يو له منځه يوسي، پوه شه چې د ښه والي معيار يوازې تقوا ده.

4. كوښښ وكړه چې د الله پيغام خلكو ته ورسوې، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: كه چېرې ستا په لاس باندې الله تعالى يوه انسان ته هدايت وكړ نو دا ستا لپاره له سرو اوښانو څخه غوره دی.

5. له خپل وخت نه ستره او عظيمه استفاده وكړه ،د وخت د تنظيم په موخه د ځان لپاره منظم مهال ويش جوړ كړه، او د هغې له مخې خپل كارونه پر مخ بيايه

6. خپل توان او طاقت د خير او ښيګڼې په چارو كې وكاروه.

7. د رسمې درس تر څنګ ديني مطالعې ته وخت وركړه، د قران ترجمه او تلاوت پر ځان لازم كړه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك احاديث، سيرت او اسلامي تاريخ ولوله.

8. د اسلام او مسلمانانو په وړاندې له روانو دسايسو نه ځان خبر كړه او كوښښ وكړه چې نور مسلمانان هم له هغو نه خبر كړې او تر خپلې وسې د دغو دسايسو په شنډولو كې هڅه كوه.

9. پوه شه چې ته د اسلام د سترې كلا يو ساتونكى يې نو هڅه وكړه چې ستا له لارې دښمن دغې عظيمې كلا ته ضرر ونه رسوي.

10. عربي ژبه زده كړه كې ځكه دا زمونږ د كتاب، پيغمبر او تمدن ژبه ده.

11. د دين د اركانو او فرايضو په ادا كولو كې پوره اهتمام كوه، لمونځ بايد د ژوند تر ټولو مهم كار وګرځوې او د وخت له را رسيدلو د مخه ورته تيارى ونيسې او په جماعت سره يې ادا كړې.

12. د روان اخلاقي فساد له توپان څخه ځان وژغوره او پدې لار كې دعا، روژه، لمونځ او د نيك ملګري غوره كول ستا سره پوره مرسته كولاى شي.

13. څرنګه چې وينې د بدۍ او فساد ادارې په منظمه او ټوليزه توګه كار كوي نو د منظمو بديو مقابله په نامنظمه نيكۍ او د ډلييز فساد مقابله په فردي اصلاح امكان نه لري نو ځكه خو بايد د دغې مقابلې لپاره خپلې هڅې د نيكانو له ډلې سره يو كړو، تر څو ټول سره يو روح او يو تن شو او په پوره اخلاص او دقيق فهم د حال د رغولو او راتلونكې جوړولو په موخه ګامونه پورته كړو.

نو راځئ د جمعيت اصلاح په پروګرامونو کې شريک شئ څو خپل درسونه او دعوت په نوي هوډ او تازه ساه سره د مسلمان امت د نجات په هيله پيل کړو.

کار او فعاليت وکړئ، الله پاک، پيغمبرصلی الله علیه وسلم او مؤمنان به ستاسې کار او فعاليت وويني.
Back to top Go down
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
shazia_rafiqi


Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

موږ څوك يو Empty
PostSubject: Re: موږ څوك يو   موږ څوك يو EmptyWed Jan 05, 2011 10:44 pm

deera ziata mana spiderkhan taso deer kha malomat share kari di mong sara موږ څوك يو 576960
Back to top Go down
 
موږ څوك يو
Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Islam اسلام-
Jump to: