Admin Admin & Managment
Posts : 389 Points - امتياز : 1418 Thanked - ووټ : 43 Birthday : 1989-01-01 Join date : 2010-01-22 Age : 35 Location : Land of Technology Job/hobbies : علم
| Subject: طلاق طلاق طلاق Tue Jan 26, 2010 10:20 pm | |
| -------------------------------------------------------------------------------- د اسلام د فورم درنو ښاغلو علماء !
السلام علیکم ورحمت الله و برکاتو!
ښاغلو د طلاق په اړه غواړم چې لاندې پوښتنې له تاسو ښاغلو څخه وکړم ! هیله لرم چې د فقهې شریفي په رڼاکښې ورته ځواب وایي
څرګندونه: که یو ځوک خپلې ښځې ته په جدا ،جدا ډول سره تر لس ځله زیات ووایی چې ته طلاقه یې ، طلاقه یې ..... او همدا شان ورته ووایي چې ته په دری طلاقه پر ما طلاقه یې
دا ښځه په میړه باندې په طلاقه ثلاثه سره طلاقه شوه له میړه یې نکاح قطع شوه له دې اول میړه سره تر شرعی حلالیدو تر مخه نکاح ورسره نه شی کولای :
اوس زما پوښتنې دادي: 1. که دا میړه او ښځه د پخوا په شان خپل ژوند سره کوي ( لکه میړه او ښځه یې چې سره کوی)جنسی کړنې هم ترسره کوی . ایا ددوی دا جنسی کړنې تر سره کول زنا ده او که نه ؟ 2. که ددوی دا جنسې کړنې زنا وي ایا په دوی د زنا حد (سنګسار)جایري کیږي که نه ؟ 3. او ددوی اولادونه چې پیدا کیږي ایا هغه حراموني دی او که نه ؟
===================
بسم الله الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه و من والاه.
که له جدا جدا طلاقونو څخه مو موخه دا وي، چې له دوو زيات په هغو مختلفو طهرونو کې يې ورته طلاق ورکړی وي، چې په هغې طهرونو کې يې ورسره جماع نه وي کړي، نو پرته له شکه چې درې طلاقه واقع کيږي، او ښځې ترې په البينونة الکبری (يعنې لوی جدا کېدل) بيليږي. که چېرته لس ځلې يا شل ځلې په يوه طهر کې طلاقونه ورکړي، نو يو طلاق واقع کيږي، ځکه چې دا رنګه طلاقونه بدعي دي، او څه شرعي اثر پرې نه مرتب کيږي، همدارنګه په هغه طهر کې چې يې ښځې سره جماع کړي وي، نو له جماع وروسته يې طلاق نه واقع کيږي، طبعا په مسئله کې اختلاف دی، خو راجح قول دادی، چې دطلاق د صحت لپاره طهر شرط دی، په طهر کې نه جماع شرط ده، په طهر کې يواځې يو طلاق صحي کيږي.
ښه: کله چې ترې په البينونة الکبری (لويې جدايۍ) بېله شي، نو تر هغه وخت پورې ورسره نکاح نشي کولای، تر څو بل سړی هغه واده کړي، ښه په شرعي کامل الشروط نکاح باندې، او جماع هم ورسره وکړي، او له خپلې خوښوې سره طلاق ورکړي، البته نيت يې دا نه وي، چې مخکنې مېړه ته يې حلاله کړي، ځکه چې په دارنګه کار نبي کريم صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی: لعن الله المحلل والمحلل له. لعنت د الله دې وي، پر هغه کس چې بل چاته ښځه حلالوي، او پر هغه کس چې ښځه ورته د بل چا له خوا په مؤقتي نکاح سره حلاليږي.
کله چې البينونة الکبری رامنځ ته شي، نو سړی حق نه لري، چې ښځې ته ورنږدې شي، او نه حق لري چې رجوع ورته وکړي، يا نکاح ورسره وکړي، يا جماع، ښځه هم بايد سړی جماع ته پرېنږدي، دې حالت کې جماع زنا ده، که د ښځې خوښه ورسره نه وي، نو اغتصاب دی. دغه سړی چې دا کار کوي، همدارنګه دا ښځه هم که رضا يې وي، د شرعي حد مستحقين دي، خو کېدای شي په هغه صورت کې ترې شرعي دفعه شي، چې جاهل وي، په دی مسئلې نه وي، او له البينونة الکبری څخه وروسته هم ښځې ته د ښځې په نظر ګوري. البته دا مسئلې د قضا او محکمې مسئلې، زه تاسو ته کومه فتوا نه درکوم، بلکه يوه شرعي علمي مسئلې توضيح کوم، ځکه خو تاسو په داسې مسائلو کې حق نلرئ چې له ما څخه يې د فتوا په توګه واخلئ، تاسو بايد د قضيې اړوند خلک وهڅوئ، يا پرې څوک خبر کړئ، او قاضي ته يې بوځئ.
هو: د زنا په صورت کې چې کوم اولادونه له دوی پيدا کيږي، نو حراموني دي، ولد الزنا ورته ويل کېدی شي، او ټول هغه فقهي مسائل چې ولد الزنا پورې اړه همغه ورباندې تطبيقيږي.
په درنښت سلام عليکم الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله وصحبه ومن والاه. د طلاق په وخت کې غوسه درې قسمه وي: (۱) عادي غوسه، چې انسان په کې په خپل ذهن او اعصابو پوره قابو ولري، نو بالاجماع دا رنګه طلاق کيږي، اصلا سړی ښځې ته هغه وخت طلاق ورکوي، چې ورته غوسه وي، په څه ترېنه ناراضه وي، که ترې خوشاله وي، نو بيا به ولې طلاق ورکوي؟
(۲) شديده غوسه، چې انسان په کې په خپلو دماغو کنټرول ونه لري، نه پوهيږي چې څه وايي، په دې حالت کې طلاق نه واقع کيږي، ځکه چې د طلاق صحي نيت شتون نه لري.
(۳) هغه غوسه چې ډېره وي، ليکن انسان پوهيږي چې څه وايي، په دې کې د علماوو اختلاف دی، ځينې وايي چې طلاق په کې نه واقع کيږي، او په دې حديث استدلال نيسي، " لا طلاق ولا عتاق في إغلاق " د سختې غوسې په حالت کې طلاق او د مريي آزادول نشته، يعنې نه واقع کيږي. ددې غوسې علامه داسې وي، چې ناڅاپه راپيدا شي، سړی لکه لوښي او د کور سامان هم له دېوالو ولي، وهل هم کوي، او داسې نور، دې رنګه غوسې سره سوچ سنجيدت، فکر هم نه وي موجود.
خو هغې لومړنۍ نوعه کې سړی غوسه وي، خو غوسه يې ناڅاپي نه وي، او له ښه سنجيدګۍ او اوږده فکر نه وروسته په غوسې سره د طلاق الفاظ له خولې راوباسي. دا کومې خبرې چې ذکر شوې، نن سبا د ډېرو علماوو کرامو رايه ده، او په محکمو کې پرې هم عمل کيږي. البته ځينې علما وايي، چې د هغې سختې غوسې په وخت کې چې انسان پوهيږي، چې څه يې له خولې ووځي، هم طلاق واقع کيږي. که د ښځې او خاوند تر منځ په دارنګه طلاق واقع کېدو او نه واقع کېدو کې ستونځه پېښه شي، نو محکمې ته به مراجعه کوي، او ښځه به خپل شاهدان وړاندې کوي، او که نه قانونا په ظاهره سره د سړي خبره معتبره، خو د الله په نزد ددواړو سره د هغه څه حساب کيږي، چې په واقع کې متحقق شوی وي.
وصلی اللهم علی محمد وآله وصحبه وسلم.
په درنښت | |
|
aryaankhan Senior Member
Posts : 91 Points - امتياز : 206 Thanked - ووټ : 5 Join date : 2010-07-04
| Subject: Re: طلاق طلاق طلاق Sun Jul 04, 2010 5:14 am | |
| | |
|