elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي

Go down 
AuthorMessage
Admin
Admin & Managment
Admin & Managment
Admin


Male Capricorn Posts : 389
Points - امتياز : 1418
Thanked - ووټ : 43
Birthday : 1989-01-01
Join date : 2010-01-22
Age : 35
Location : Land of Technology
Job/hobbies : علم

ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي Empty
PostSubject: ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي   ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي EmptySat Jan 30, 2010 5:23 am

محبوب الله محبوب
ژبه او ټکنالوجي

م،محبوب نوی ډیلی



دژبې پېژند( تعریف):



زما په سرلیک کې ژبه لومړۍ او ټکنالوجي وروسته راغلې ده ، دتاریخ له نظره هم ژبه مخکې را منځته شوې ده. که په لنډ او ساده ډول دژبې د پېژندنې په اړه څه وایو نو دومره به ووایو چې ژبه یو تر بله دپوهېدویوه وسیله ده ، دا يو ډول قانون هم دی چې که څوک وغواړي چې له یو چا سره خبرې وکړي او یا پر يو څه باندې خبرې وکړي ، نو تر ټولو دمخه ورته دهغه چا یا څه په ژبه پوهېدل اړین او ضروري دي. کله چې ژبه په اوسنۍ نړۍ کې دژوند له پاره د یوې ارزښتمنې وسیلې په توګه څرګنده شوه، نو پکاره ده چې دلته یو څه د ژبې په اړه ه بحث وکړو او په پراختیا او بېلا بېلو اړیکو یې وغږېږو .

دژبې پراختیا :

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې ژبه دتفاهم وسیله ده ، خو دانساني ژوند په تاریخ کې دغې وسیلې بېلا بېلې بڼې غوره کړې دي او هرې بڼې یا ژبې دپراختیا او ودې بېلا بېل پړاوونه وهلي دي . هغه ژبې چې پراختیا یې نه ده کړې دنورو ژبو تر اغېز لاندې راغلې دي ، له منځه تللي او یا یې پر ځای نورې ژبې راټوکېدلي او رامنځته شوې دي .

د ژبې اوفرهنګ اړیکې :

دانسان پېژندنې له مخې هغه انسانان چې په یوه ژبه سره خبرې کوي تر ډېره پورې ګډ تاریخ، دودونه ، عواطف او احساسات لري ، چې داټول سره دژبې اوفرهنګ داړیکودنیږدېوالې څرګندويي کوي . اوس مهال خو دا یوه ثابته شوې خبره ده چې که یوه ژبه له منځه ځي نو دهغې ژبې دویونکو انسانانو فرهنګ هم له منځه ځي اویا که په بل ډول ووایوچې هرڅومره یوه ژبه وده کوي او پراختیا مومي نو هومره ورسره تړلی فرهنګ په نړۍ کې پېژندل کېږي او غوړېږي.

د ټکنالوجۍ پېژند ( تعریف):

د ژبې د پېژندلو پراختیا او له فرهنګ سره دژبې داړیکوترڅېړلو وروسته دموضوع دسرلیک ددویمې برخې ټکنالوجۍ تعریف وړاندې کوواو په لنډه توګه به دومره ووایم چې ،هره هغه وسیله چې یوکار اسانه کوي ټکنالوجي یې بللی شو.

د خبرتیايي - اړیکتیايي ټکنالوجۍ پېژندنه :

. دتکنالوجۍ دپوهانو او کارپوهانو په اند هره هغه وسیله چې خبرې یا معلومات له یوې نقطې ته بلې نقطې ته لېږدوي خبرتیايي او اړیکتیايي تکنالوجي (ICT) ګڼل کېږي . لکه : رادیو ، تلوېزیون ، کمپیوټر ، مخابره ، ټیليفون او ..... چې تر ټولو کوچنی مثال یې هغه زنګ دی چې کوربه په دې خبروي چې په دروازه کې څوک شته دي .

د خبرتیايي ـ اړیکتیايي ټکنالوجۍ اصلي هدف :

د خبرتیايي یا خبرتیايي ټکنالوجۍ اصلي هدف دادی چې دخلکو پوهاوی له یوې محدودې دایرې نه وباسي او ټولې نړۍ ته يې پراخه کړي او په لږ وخت کې ډېر خلک خبر کړي .

کمپیوټر د خبرتیايي ـ اړیکتیايي ټکنالوجۍ دمهمې برخې په توګه :

کمپیوټراو په تېره انټرنېټ خبرتیايي او اړیکتیايي ټکنالوجۍ یوه تر ټولومهمه څانګه بلل کېږي . ځکه چې دکمپیوټر تر ایجاد وروسته ټکنالوجۍ بېخي نوې بڼه غوره کړه او په ټوله نړۍ کې خوره شوه او د انټرنېټ تر راتګ وروسته خو نړۍ په یوه کلي باندې بدله شوه .

د خبرتیايي ـ اړیکتیايي ټکنالوجۍ اوژبې اړيکې :

کله چې موږ ژبپوهنه دیوې پوهې په توګه څېړو نوتر ډېره پورې ژبپوهنه له ساینس سره نیږدې اړیکې لري او اوسمهالي پوهان هم ژبپوهنه دساینسي علومو په کتار کې راولي او ددوی دا خبره ډېره ریښتیا هم ده ، ځکه چې ژبه له یوې خوا د تفاهم وسیله ده اوبلې خوا له بېلابېلو نښو او شکلونو څخه جوړه ده . ددې خبرې دکره توب له پاره به دومره ووایم چې لومړی هرڅه چې په ټکنالوجۍ کې رامنځته کېږي نویو نوم باید ولري . نوم ایښودنه بیا له ژبې سره مخامخ اړیکې لري . په راتلونکي بحث کې به دا خبره یو څه نوره هم روښانه شي .

د خبرتیايي ـ اړیکتايي ټکنالوجۍ او ژبې دپرمختګ درې مهم پړاوونه :

له ټکنالوجۍ سره دژبې داړیکو تر څېړلو وروسته دودې په دریو مهمو پړاوونو باندې غږېږو :

الف : نوم ایښودنه : مخکې مو یادونه وکړه هر څه چې دټکنالوجۍ په برنه کې رامنځته کېږي ،نو تر هرڅه لومړی نوم ته اړتیا لري . او دغه نوم ایښودنه دهرې ژبې او ژبپوهنې د اصولو له مخې تر سره کېږي ، خو کله چې همدغه توکی بل هېواد ته ځي هلته یې نوم بدلېږي ، او دغه کار په پوستکالو او کمپیوټري عملیو کې ډېر تر سترګو کېږي لکه ماوز ته په پښتو کې موږک ویل شوی .اود سیو عمليي ته ساتل ویل شوي دي . هر څومره چې یو شی دیوې ژبې ویونکو ته په خپله ژبه وړاندې شي . خلک پرې پوهېږي او رامنځته شوې ټکنالوجي عامېږي .

ب : پراسیس : ترنوم ایښودنې وروسته د پراسیس راځي چې که یوه عملیه نومول کېږي یا ژباړل کېږي او په همغه ژبه یوه عملیه ترسره شي . له د کمپیوټر دپروګرامونواړول یا په ګرځنده مبایل کې دیوې ژبې اړول چې تر هغهې وروسته ټولې عمليي په اړول شوې ژبه ترسره کېږي . او دا کار دیوې ژبې د دودونې او پراختیا له پاره ډېر ګټور تمامېږي .

ج : منځپانګه :هر هغه څه چې دیوه تخنیکي توکي په مخ یا منځ کې لیکل شوي وي منځپانګه بلل کېږي : لکه دکمپیوټر په منځ پراته پروګرامونه ، په انټرنېټ کې ویب سایټونه ، په مبایل کې پیغامونه اونورد ژبې سره تړاو لري

د خبرتیايي - اړیکتايي ټکنالوجۍ او ژبې دپرمختګ ګټې :

په خبریتايي ـ اړیکتايي ټکنالوجۍ کې د ژبې پرمختګ ډېرې ګټې لري .

۱ـ یوه ژبه له مړه کېدو ژغوري .

۲ـ یوه ژبه له محدودې دایرې نه وباسي پراخوي او عاموي یې .

۳ـ ژبه غني کوي .

۴ـ د ژبې زده کړه او لیک لوست اسانوي .

پښتو ژبه او کمپیوټر :

دتېرې پېړۍ په نويیمه لسيزه کې پښتوژبه په بشپړه توګه کمپیوټر ته ورداخله شوه ، پښتو فانټونه جوړ شول ، لیکبڼې جوړې شوې ، دپښتو تورو لپاره ځانکړي کوډونه جوړ شول .په دوه زروم کال کې دانټرنېټ پر مخ بېلابېلې پښتو ویبپاڼې لکه خپلواکي ، ټول افغان ، بېنوا اونور جوړ شول چې اوس یې شمېر له سلو اوښتی دی . څو کاله وروسته دمخابراتو او اړیکتیايي ټکنالوجۍ په وزارت کې دیو شمېر پیاوړو او هڅاندو ځوانانو ایمل مرجان ،عمرمنصور انصاري او ... په کوښښ د دوه زره درې وینډوز ټول پروګرامونه لکه ورډ ، اکسل ، پاورپواینټ او نور ټول په پښتو شول چې ډېر ژر به دمایکروسافټ نړیوال شرکت له خوا په وړیا ډول ووېشل شي .

په کمپیوټر کې د یوې ژبې دپراختیا پړاوونه :

کمپیوټر د ټکنالوجۍ اوپه تېره د اړیکتیايي - خبرتیايي ټکنالوجۍ یوه ترټولو مهمه برخه ده ، نو په کمپیوټر کې دیوې ژبې دورننوتو ، پراختیا او پرمختیا څو مهم پړاوونه یادوو.

الف ـ پروګرام جوړونه (د هر ډول پوستکالوجوړول ):

په کمپیوټر کې دځانکړو پروګرامونو جوړول لکه لوبې او دوسیو ساتنې او حساب ځانګړي پروګرامونه.

ب ـ ویبپاڼې او ویب بلاګونه :

انټرنېټ چې داوسمهالې نړۍ یو ډېره مهمه برېښنايي ټکنالوجي ده ، دیوې ژبې دودې له پاره ډېر اغېزمن تمامېدای شي ، نوهر څومره چې په انټرنېټ کې دیوې ژبې ویبپاڼې او ویب بلاګونه ریاتېږي هومره ورسره همغه ژبه پرمختګ کوي .

ج ـ برېښنايي کتابتونونه (دایره المعارف):

په اوسني پرمختللي او بوخت پېر کې څوک یو پنډ کتابونه له ځان سره نه شي ګرځولی ، په داسې حال کې چې په سلګونه کتابونه په یوه وړه سي ډي کې ځایدای شي .

د ـ برېښنايي قاموسونه :

دبرېښنايي کتابتونوتر څنګ پر بېلابېلو ژبو دبرېښنايي قاموسونو یا ډکشنریو جوړول ډېر ګټور دي ، ځکه چې هغه لغات چې په یوه کاغذي قاموس په څودقیقو کې پیداکوو د برېښنايي قاموس په مرسته یې ژباړل شوې بڼه په څو ثانیو پیداکولی شو .

هـ ـ دژباړې ماشین یا سیستم :

دژباړې ماشین یا سیستم هغه پرمختللې بڼه ده چې لیکل شوی متن په څو پرواونو کې له یوې ژبې نه بلې ژبې ته ژباړي . په دې برخه کې اسرار کریمزي د پښتو ژبې په اړه یوه څه کار روان کړی دی خو مالومه نه ده چې کله جوړ شي .

و ـ خپل کاره برېښنايي پروګرامونه (داوازونو اورېدل ، لیکل او اورېدل):

له دې نه پرته ځینې داسې خپل کاره پروګرامونه دي لکه بانکدارۍ ، دولتدارۍ ، او خپله د کمپیوټر په برخه کې جوړېږي اوډېر ستونزمن کارونه پرې اسانېږي . ددې تر څنګ داسې پروګرامونه هم شته چې اورېدونکی غږ یا اواز لیکي او لیکل شوی غږ اواز او متن لولي .

پایله : ددې ټول بحث دپایلې په توګه به دومره ووایم چې اوسنی دور د ټکنالوجۍ دور دی ، هر څه له همدې لارې ترسره کېږي . هره هغه ژبه چې له اوسنۍ پرمختللې سرا اشنا نه شوه له منځه ځي او له هغهې ژبې سره تړلی فرهنګ له منځه ځي او د ادبیاتو د پرمختګ او پراختیا لار یې بندېږي . راځۍ چې ټول په ګډه سره ژمنه وکړو چې خپله ژبه به له ټکنالوجۍ سره اشنا کوو اوله مړه کېدو به یې ژغورو.



رالیگونکی محبوب الله محبوب

ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي 870761

Back to top Go down
https://elmoirfan.forumotion.com
 
ژبه او ټکنالوجي Language and technology ژبه او ټکنالوجي
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» Da Pokhtano da Language pa bara ki Video
» Learn Pashto Language پښتو ليکنه
» UNREAL TECHNOLOGY FROM MICROSOFT
» Latest technology (HOLOGRAM) Used in CNN
» Amazing Japanese Kitchen Cabinet Technology

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto پـــــــښــتــو پښتون ، پښتونخوا او پښتونستان-
Jump to: