Admin Admin & Managment
Posts : 389 Points - امتياز : 1418 Thanked - ووټ : 43 Birthday : 1989-01-01 Join date : 2010-01-22 Age : 35 Location : Land of Technology Job/hobbies : علم
| Subject: يو اس بي USB فلش ډسک وپيژنئ Sat Jan 30, 2010 5:26 am | |
| ښايي تاسو د ډسکيټونو، سی ډی ګانو، ZIP ډسکونو او نورو نه د کارولو نه ستړي شوي ياست او کله به ستاسو معلومات هم له منځه تللی وي چې تاسو به پرې ډير خواشينی شوي ياست. غواړم تاسو ته دکمپيوټری ټکنالوجۍ يو نوی شی چې نن ورځ ډير بريالی ښکاري در وپيژنم دا يو اس بي فلش ډسک دی چې غټوالی يې د highlighter penپه اندازه او د زيرمې اندازه يې د ٨ ميکا بايټونه تر ١ ګيګا بايټ پورې ده. دروندوای يې ډير لږ او له يو ځای نه بل ځای ته په اسانی سره وړل کيدای شي.
د کمپيوټر په USB port په اسانی سره پکاروړل کيږي د وينډوز 98 ،ME ،2000 او XP او همدارنګه د Mac OS 9-10X يا Linux 2.4.17 سره کار کوي. په وينډوز 98 او ME کې بايديو ځل Driver نصب شي خو 2000 او XP يې په خپله نصبوي. د يو اس بي فلش ډسک د معلوماتو دليږدولو تيزوالی ډير زيات (1Mb/sec) دي، دا بريښنا او يا بطرۍ ته اړتيا نه لري يواځې په يو اس بی پورت کې يې ورکړئ بيا به يو بل ډرايف رامنځ ته شي چې ورته Removable drive وايې. تاسو به خپلو معلوماتو ته لاس بری ولرئ کله چې مو کار پای ته ورسيد يواس بی فلش ډسک بيرته را وباسئ. زه پر دې باور لرم چې تاسو به د يو اس بې فلش ډسک د کارولو نه خوښ شئ ځکه تاسو به هر وخت په هرځای کې خپل د اړتيا وړ معلومات په لاس کې ولرئ. يواس بی فلش ډسک په ډير ځايو کې پکاريدای شي لکه، تاسو کولای شي چې غټ فايلونه له يوه کمپيوټر نه بل کمپيوټر او يا ليرې دفتر ته له ځانه سره يوسئ. د دفتر کارکوونکي کولای شي چې خپل د کار فايلونه له ځانه سره کور ته يوسئ او هلته پرې کار وکړئ. که تاسو يو ليرې ځای ته ځئ او غواړی له ځانه سره خپل معلومات يوسئ نو تاسو بايد دا معلومات په ډيرو ډسکيټونواو سي ډي ګانو کې يوسئ دا به تاسو ته ډيره اسانه وي چې د ډيرو ډسکيټونو او يا سي ډي ګانو پر ځای يواس بی فلش ډسک وکاروئ. د کمپيوټر اداره کوونکو(Administrators) او يا مرستندويه کارکوونکو(Help Desk) ته هم يوه ښه اله کيدلای شي ځکه چې دوې د کمپيوټر ډول، ډول الې، ډريور، سيستم اپډيټ او داسې نور ساتلی شي. که څه هم يواس بی فلش ډسک ډيرې ګټې لري خو که د ورانکارو لاس ته ورشي د ورانکاری يوه ښه وسيله هم ده لکه د معلوماتو د غلا کولو له پاره او داسې نورو ورانکاريو له پاره په کار وړل کيدای شي. د 1980 ع کال په شاوخوا کې د ويروسونو د خپرولو يواځنې لار د فلاپې دسکيټونو کارول وو. د 1980 په اخر او 1990 په پيل کې Bulletin Board Systems (BBS) د ويروسونو د خپريدو يوه ښه لار وموندل شوه چې د 1995 وروسته د بريښناليکونو او په ويبځايونو کې دفايلونو شريکول د ويروس د خپرويدو لاره وه. د نيت ورک اداره کوونکي په دې لاس بري شول چې د بريښناليکونو په سرور (Email Server) کې د ويروس ضد پروګرامونو په نصبولو سره دا کار شنډ کړي او د Firewall په واسطه هغه ويبځايونه چې ويروسونه خپروي بند کړي. خو د يواس بی فلش ډسک په کارولو سره دا کار بنديدلي نه شي. ځکه کيدای شي چې تاسو د يو ويروس لرونکې کمپيوټر څخه معلومات واخلئ او بل کمپيوټر پرې ککړ کړئ. سربيره پر ويروسونو کارکوونکي هغه پروګرامونه هم له ځانه سره راوړي چې کمپنې او يا دفتر کې ورته اجازه نشته چې پخوا په ډسکيټونو کې نه ځايده او يا داسې کولپ ماتوونکی (Hacker) او د کيليوثبتوونکی(Key loggers) پروګرامونه راوړي او ويې کاروي تر څو د خلکو شفرونه (Passwords) او پټ معلومات په لاس راوړي. د يواس بی فلش ډسک د کارولو بندول هم نه شي کيدای ځکه چې بيه يې ورځ په ورځ ښکته روانه ده او په راتلوونکو کلونو کې به ډير ارزانه شي. د يواس بی فلش ډسک کارونه ورځ په ورځ په ډيريدو ده او په راتلونکی کال کې کيدای شې چې د کمپيوټر د هر کارونکی سره وي نو دا به ښه وي چې مخکې له مخکې موږ د کمپيوټر کارونکی د دې ورانکاريو ځنې خبر کړو او د فتر يا کمپنې د معلوماتو د وړلو راوړلو له پاره يوه پاليسي په نظر کې ونيسو. ځينې کمپنيو د کمپيوتر د ډسکټاپ دبندولو (Desktop Lock) لاره غوره کړي چې که څوک خپل کمپيوټر د ١٠ تر ٢٠ دقيقو پورې ونه کاروي نو پخپله به بند شي. موږ بايد د ويروس پروګرام هر وخت تازه (Update) کړو ترڅو مونږ ته نوي جوړ شوي ويروسونه زيان ونه رسوي.
| |
|