elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان
Would you like to react to this message? Create an account in a few clicks or log in to continue.
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeLatest imagesSearchRegisterLog in

 

 Introduction to Virus د کمپيوټر ويروس وپيژنئ

Go down 
AuthorMessage
shah khan
Senior Member
Senior Member
shah khan


Posts : 124
Points - امتياز : 612
Thanked - ووټ : 9
Join date : 2010-01-23

Introduction to Virus د کمپيوټر ويروس وپيژنئ Empty
PostSubject: Introduction to Virus د کمپيوټر ويروس وپيژنئ   Introduction to Virus د کمپيوټر ويروس وپيژنئ EmptySat Jan 30, 2010 5:42 am



دکمپيوټر ويرس يو ورانکاری پروګرام دی , کوربه ته اړتيا لري چې خپل ځان د کمپيوټر په ډسک کې کاپي کړي. چې دا ويروس بياد پروګرام فايل سره ځان يو ځای او يا ترې جلا کوي او بيا کمپيوټر ته زيان رسوي. ټول ويروسونه د کمپيوټر د پروګرام جوړونکو له خوا چې د کمپيوټر په پروګرام جوړونه پوهيږي جوړيږي.
ولي دې ورانکاری پروګرام ته ويروس وايي؟
داسې ويل کيږي چې دا ورانکاری پروګرام په ١٩٤٩ م کال جوړ شوی او په ١٩٦٠ م کال په شاوخوا کې لومړنی ويرس جوړ او ازمايل شوي و. په١٩٨٤ م کال کې د يو پوهنتون پروفيسر دې ته د ويروس نوم کيښود ځکه چې دا بيالوژيکې ويروس ته ورته دې، کمپيوټري ويروس کوچنی دی، دخپل ځان کاپې ګانې جوړوي او د کوربه نه پرته اوسيدلی نه شي.
کله چې کمپيوټر ډير وپيژندل شو نو کمپيوټرې ويروس هم د١٩٨٦ نه تر ١٩٨٧ په شاوخوا کې را څرګند شو. په لومړيو کې دا د يوې ټوکې او تجربې په ډول په کاريده خو اوس يې مقصدورانکاري او پيسې ګتل دي.
کمپيوټري چينجی (Worm) څه شی دی؟
کله چې انټرنټ (نړيوال جال) ښه وپيژندل شو بريښناليک ته اړتيا پيدا شوه نو ورانکارو د ويروس او په خاص ډول د کمپيوټرې چينجيو د خپرولو له پاره يوه ښه لار وموندله. کمپيوټرې چينجی ويروس ته ورته دي ، ځان کاپي کوي خو دا کار په کوربه کې له بدلون پرته تر سره کوی . دا د ويروس په شان ښايي د تکرارول (Replicate) څخه پرته کوم عمل وکړي او يا يې ونه کړي.
تروجن آس (Trojan horse) څه شی دی؟
د Trojan horse پروګرام نوم د هغه قوی لرګين آس نه چې يونانی عسکر يې پټول او د تروی (Troy) په لرغونې ښار به يې حمله کوله اخستل شوي. دهمدې چل په شان د تروجن آس پروګرام هم پټې لارښوونې ساتی. دا پټې لارښوونې کيدای شي ټوکې او يا ورانکاري وي، خو ورانکاري تروجن آس پروګرام د خلکو د معلوماتو د ورانولو له پاره کار ول کيږي او په دې هم پوه دي چې خلک هغه پروګرامونه چې په زړه پورې نومونه لري چلوي.
آيا دا پروګرامونه ټول ورانکاري دي؟
دا پروګرامونه د کمپيوټر ماغزه او يا زيرمې ورانوي، دکمپيوټر کار بتي کوي، د کمپيوټر چلوونکی سيستم او يا د کمپيوټر نور پروګرامونو خرابوي. دا ډول پروګرامونه ددې له پاره جوړيږي چې د ويروس ضد پروګرامونه ارزښت او بيه لوړه بوځي. ځکه که يو کمپيوټر وران شې نو د هغه بيرته جوړول د خلکو له پاره ډير وخت نيسي.
ولې او څوک دا پروګرامونه جوړوي؟
دځينو ويروس جوړونکو مقصد تجربه،ټوکې، اود ډيرو ورانکاري وي. اکثره ددې ويروس جوړونکو څخه تکړه او پوه نارينه وي چې عمر يې له ١٥ نه تر ٢٣ کلونو پوري وي. او بعضې نور يې د ويروس جوړونکو يو ګروپ وي چې د بيلا بيلو مقصدونو له پاره دا کار کوي.
څنګه دوې ويروسونه خپروي؟
دوی د بيلا بيلو لارو پواسطه د يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته ويرسونه او تروجنونه خپروي چې دا ټول دکمپيوټرد کاروونکو د بې پروايې له امله کيږي. ځينې خلک هيڅ د داسې ستونزو سره نه مخامخ کيږي خو ځينې د احتياط نه کولو له کبله ددې ستونزو سره مخامخ کيږي لکه، د فايلونوراښکته کول، د ويروس لرونکو سې ډې ګانو کارول او داسې نور. په (نيټ ورک) کې ويروس په چټکې سره له يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته خپريدی شي په خاص ډول د بريښناليک د مل په توګه.
څنګه پوهيږو چې زمونږ په کمپيوټر کې ويروس شته؟
ځنې وختونه ويروس په کمپيوټر کې ناشنا کارونه کوي، ځينې ويروسونه په کمپيوټر کې هيڅ کار هم نه کوي خو خپل شتوالي ښيي، ددې له پاره تاسو د ويروس ضد پروګرامونه کارولي شئ چې پيژندل شوي پروګرامونه يې Norton او McAfee دي خو دا پروګرامونه بايد وخت په وخت د انټرنټ نه تازه شي.
څنګه تاسو خپل معلومات ساتلي شي؟
که نه غواړئ چې خپل معلومات د لاسه ورکړئ نو بايد د خپلو معلوماتو نه بله کاپې هم جوړه کړئ، ځکه چې که کوم ويروس ستاسو ارزښتناکه معلومات له منځه يوسي دابه تاسو ته ډيره ګرانه پريوځې چې خپل معلومات بيرته تر لاسه کړئ.
د وروستی بدلون نیټه ( ۰۵ وری ۱۳۸۷ وخت ۱۳:۵۹ )
Back to top Go down
 
Introduction to Virus د کمپيوټر ويروس وپيژنئ
Back to top 
Page 1 of 1
 Similar topics
-
» يو اس بي USB فلش ډسک وپيژنئ
» online virus scanner

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: علم و عرفان :: Info Tech - کمیوټر-
Jump to: